د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ماین چاودنې د کاپیسا د محبس یو افسر ټپي کړی

د ماین چاودنې د کاپیسا د محبس یو افسر ټپي کړی

Nov 03, 2016 - 10:58

محمودراقي (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): د کاپيسا د محبس يو افسر د مقناطيسي ماين په چاودنه کې ټپي شوى دى.

د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې د کاپيسا د اول کوهستان د شرکت په بازار کې شوې ده.

هغه زياته کړه، د ماين په دې چاودنه کې د محبس يو افسرچې د خپلې دندې پر لوري روان و، ټپي شوى دى.

د اميني په وينا، ماين د هغه په موټر پسې نښلول شوى و چې له امله يې موټر هم زيانمن شوى دى.

د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق وايي چې ټپي افسر روغتون ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement