د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بدخشان د شاعرانواو اديبانو ٨ کتابونه چاپ شول

د بدخشان د شاعرانواو اديبانو ٨ کتابونه چاپ شول

Nov 10, 2016 - 16:16

 فيض اباد (پژواک، ٢٠ لړم ٩٥): بدخشان ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ياد ولايت د يوې فرهنګي او ادبي ټولنې له لوري اته عنوان کتابونه (د بدخشان ولايت د ليکوالانو او شاعرانو ادبي او شعري اثار) چاپ شول.

 د يادې ټولنې مشر انجنير محمد دين خواهاني پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د ياد کتاب د چاپولو لګښت چې ٦٠٠ زره افغانۍ کېږي، د بدخشان د والي احمد فيصل بېګزاد له لوري ورکړل شوې دي.

 نوموړي د يادو کتابونه نومونه "د بدخشان د جريدې مسوول مدير عبدالواصل لطيفي اثر سمند شعر، د ميراحمد شاه ذيغم شعري اثر نواى اشنا، د مېرمن خجسته الهام شعري اثر عصيان مقدس، د سيد اکرام صديق لعلزاد اثر تاريخ روزنامه نګاري، د شمس الدين اديب اثر نقدى به معرفت سروش از وحى الهى، د عماد الدين فصيحي اثر قران مخزن علوم او د جواد سيدي اثر ادبيات شفاهي درواز او امام محمد ساعي اثر مسووليت هاى بشري روشنفکران؛ ياد کړل چې له څېړنې، تحقيق او تدقيق وروسته په مطبعه کې چاپ شوي دي.

د خواهاني د وينا پر بنسټ، هر يو کتاب زر جلده ټوکه چاپ شوى دى.

 د بدخشان د جريدې مسوول مدير عبدالواصل لطيفي، چې د سمند شعر اقبال په نوم شعري اثر يې له چاپه راوتلى، وويل: "بدخشان کې د کتاب د چاپ ادبي ټولنې رامنځته کول؛ يوه نوې پديده ده چې د دغې ځمکې د فرهنګ پراختيا او پرمختګ په ډګر کې يې کار پيل کړى دى."

هغه زياته کړه، چې يادې ټولنې په تېرو اتو مياشتو کې د شعري، څېړنيزو اثرونو او د نقد برخې ٨ کتابونه چاپ کړي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement