د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان کې تېره مياشت څه باندې ٣٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Nov 14, 2016 - 14:32

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٥): افغانستان کې تېره مياشت په ١٩٣ بريدونو کې ٣٢٨٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغو شمېرو ته په پام تېره مياشت د وړمې په پرتله مرګ ژوبله ٨٣ سلنه او بريدونه ٣٥ سلنه ډېر شوي دي.

د پژواک خبري اژانس خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې په وړمه (سپټمبر) مياشت کې د هېواد په ٢٧ ولايتونو کې د ١٤٣ نښتو او بريدونو له امله ١٠٦٥ تنه وژل شوي او ٧٢٧ نور ټپيان وو.  

 د اکټوبر مياشتې په بريدونو کې له هرو اتو تنو څخه پنځو ته په مخامخ نښتو، دوو ته په هوايي بريدونو او پاتې نورو ته په نورو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. وړمه مياشت هم ډېره مرګ ژوبله په مخامخ نښتو او هوايي بريدونو کې وه.

تېره مياشت د يادو بريدونو نيمايي په ننګرهار، هلمند، جوزجان، کندهار او فارياب او پاتې په ٢٥ نورو ولايتونو کې ترسره شوي، خو پژواک په دې مياشت کې له پنجشېر، باميانو، دايکنډي او نورستان څخه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ترلاسه کړی.

وړمه مياشت له بلخ، دايکنډي، باميان، غور، پنجشېر، سمنګان او بادغيس ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه و ورکړل شوى.

د بريدونو د ډېرېدو لاملونه

د پوځي چارو شنونکي او ملي دفاع وزارت بېلابېل لاملونه تېره مياشت د بريدونو په ډېروالي کې دخيل بولي.

متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي: "بېلابېل لاملونه دي؛ مثلاً د افغانستان لپاره د بروکسل نړيواله ناسته وه، مخالفينو غوښتل تر څو دغه جلسه ګډوډه کړي او داسې ذهنيت نړيوالو ته ورکړي چې طالب ډېر قوي دی او مطرح خلک دي؛ نو خپل قوت يې وښود."

هغه زياته کړه چې ژمى رانږدې کېدونکی دی، اراضي لوڅېږي او وسله وال مخالفين بيا له دې امله بريدونه نه شي کولاى چې له لرې معلومېږي او بل دا چې په ژمي کې ځيني وسله وال مخالفين د روزنې لپاره بهر ته ځي؛ نو ځکه يې په دې وروستيو کې بريدونه ډېر کړي دي.

امرخېل ونه ويل چې وسله وال مخالفين د پوځي زده کړو لپاره چېرته ځي، خو داسې تورونه دي چې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفين په پاکستان کې پوځي زده کړې کوي. پاکستان تل دغه تورونه ردوي.

د امرخېل په اند په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو د بريدونو د ډېروالي بل لامل دا دى چې غواړي افغان ځواکونه بوخت وساتي تر څو ونه شي کړاى د راتلونکي ژمي لپاره د پوځي عملياتو پوره چمتوالى ولري.

هغه د بريدونو په ډېروالي کې پاکستان پر لاس لرلو تورنوي او وايي: "بله دا چې پاکستان کوښښ کوي په داسې وخت کې چې د طالبانو او دولت تر منځ د سولې د خبرو ګنګوسي شته او پاکستان په دغه کار خوښ نه دی، غواړی وښيي چې طالب قوی دی، سولې ته حاضر نه دی، بلکې خپله ضربه واردوي."

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري هم وايي چې د مخالفينو د بريدونو د ډېروالي يو ستر لامل دا و چې مخالفينو غوښتل د بروکسل د ناستې پر مهال نړيوالو ته خپل ځان پياوړی وښيي او نړيوال دې ته متوجې کړي چې له افغانستان سره په خپلو مرستو کې کموالی راولي.

دغه راز هغه هم په دې اند دى چې په افغانستان کې د جګړې موسم د تېرېدو په حال کې دی؛ نو ځکه وسله وال مخالفين د دولت پر ضد خپل ټول توان کاروي؛ ځکه چې تر دې وروسته هغوى د پوځي زده کړو او اکمالاتو لپاره پاکستان ته ځي.

هغه زياته کړه: "سږ کال پر پاکستان ډېر فشار و، ان تر دې چې د انزوا پر لور هم ولاړ، نو طالبانو ډېره هڅه کوله چې په افغانستان کې د ځان لپاره د خېز ځای پيدا کړي؛ دوی خپل ټول فشار په کار واچاوه؛ په هلمند، اروزګان، کندهار، ننګرهار، غزني، پکتيا او پکتيکا کې يې درنې جګړې وکړې؛ دوی په پسرلي او اوړي کې پر دې ونه توانېدل چې د خپلو شوراګانو لپاره دايمي ځای پيدا کړي، نو کوښښ يې کاوه چې دغه کار په مني کې وکړي، خو بيا هم بريالي نه شول.

وزيري وايي، کېداى شي د دولت وسله وال مخالفين د ليندۍ مياشتې تر ١٥مې خپل ټول توان وکاروي؛ ځکه چې تر دې وروسته د هوا په سړېدو سره د هغوى بريدونه کمېږي او د افغانستان وسله وال پوځ يې پر ضد د "شفق ۲" په نوم عمليات هم پيلوي.

دا په داسې حال کې ده چې وزيري شاوخوا يوه مياشت مخکې ويلي وو چې د وسله والو مخالفينو ډېر بريدونه د غبرګولي، چنګاښ او زمري په مياشتو کې وي او تر دې مياشتو وروسته ورو، ورو د هغوی بريدونه کمېږي.

مرګ ژوبله

راپورونو ښيي چې تېره مياشت نه يواځې د بريدونو شمېر ډېر شوى، بلکې د اکتوبر بريدونه د سپټمبر په پرتله ډېر خونړي دي؛ ځکه چې په هر بريد کې په منځنۍ کچه وړمه مياشت ١٢ تنه، خو تېره مياشت ١٧ تنه وژل شوي او يا ټپيان دي.

د يادونې ده چې په اکتوبر کې د هېواد په کچه تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د دې مياشتې په اتمه اوښتې ده. په دې ورځ ٤٠ تنه وژل شوي او ٣١٩ نور ټپيان دي.

د تېرې مياشتې په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک يې شونى نه دى.

د تېرې مياشتې د مرګ ژوبلې شپږمه برخه په هلمند ولايت کې ده او ورپسې تر نورو ولايتونو ډېره مرګ ژوبله په فراه، ننګرهار او کندوز ولايتونو کې اوښتې او تر ټولو لږ يې په سمنګانو، پکتيا او کاپيسا ولايتونو کې ده.


ولې د تېرې مياشتې بريدونه ډېر خونړي وو؟

د پوځي چارو شنونکى عتيق الله امرخېل په دې اړه وايي: "کله چې جګړې ډېرې او زورورې شي، نو طبيعي خبره ده چې د هر بريد تلفات هم ډېرېږي، سږ کال په ټوليز ډول د تېر کال په پرتله جګړه زوروره وه."

د ده په وينا، تېره مياشت جګړه نه يواځې په کندوز کې، بلکې د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم زوروره وه او ډېر ولايتونه تر جدي ګواښ لاندې وو؛ نو ځکه د تلفاتو کچه هم لوړه وه.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، وسله والو مخالفينو تېره مياشت د کندوز ولايت د مرکز ځينې سيمې ونيوې، د هلمند او فراه ولايتونو په مرکزونو او ځينو نورو ولايتونو کې يې هم سخت بريدونه وکړل، خو له کندوز ښار او د فراه له مرکز څخه پر شا کړل شول او د هلمند د مرکز پر نيولو هم بريالي نه شول.

د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري، په دې اړه چې ولې د تېرې مياشتې بريدونه ډېر خونړي وو، وويل: "علت دا و چې مخالفينو په لويه پيمانه بريدونه وکړل، دوه سوه او درې سوه کسانو په يو ځل بريد کاوه، ان د ننګرهار په اچين او کوټ ولسواليو کې داعش تر ۳۵۰۰ کسان له فاميلونو سره راغلي او په غټو ګروپونو وېشل شوي وو او تر څنګ يې زموږ په عملياتو کې هم ډېروالی راغلی و."

هغه وايي، دا چې د بريد کوونکو شمېر ډېر وي، طبيعي ده چې تلفات هم لوړېږي.

دغه راز د هغه په وينا، تېره مياشت د دولت وسله والو مخالفينو درنې وسلې لکه هاوان، ۸۲ ميلي متري توپونه او ډېر ماينونه کارول؛ نو ځکه د مرګ ژوبله کچه هم ورسره لوړه شوه.

بې ګناه خلک مه وژنئ!

دا د هغو جګړو ځپلو افغانان غږ دى چې د کورنۍ غړي يې تېره مياشت په جګړو کې وژل شوي دي.

د کندوز ښار د امام صاحب بندر اوسېدونکې کونډه بي بي ګل چې تېره مياشت يې ٣٥ کلن زوى د ښکېلو ډلو تر منځ د جګړې پر مهال وژل شوى، په ژړا، ژړا د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي او وايي: "د خدای لپاره جنګ بس کړئ، سوله وکړئ؛ هره ورځ بې ګناه او مظلوم افغانان د وير پر ټغر مه کېنوئ، يا راشئ موږ ټول ووژنئ تر څو يو دم له غمونو خلاص شو."

دغه راز هغه د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې که سوله نه کوي، نو د هستوګنې له سيمو دې ووځي، دښتو ته دې ولاړ شي او هلته دې خپل زور سره معلوم کړي.

بي بي ګل په سلګو، سلګو کې وايي: "تر څو چې ژوندۍ يم، د زوی مرګ به مې ژړوي او هره ورځ به داسې راباندې تېرېږي، لکه چې د شهيد زوی جنازه مې مخ ته اېښې وي."

د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د پاس پچير سيمې اوسېدونکی نورالحق چې شاوخوا شل ورځې وړاندې يې پر دغه ولسوالۍ د داعش وسله والو په ډله ييز بريد کې پلار او تره وژل شوي، له نړيوالې ټولنې غواړي چې د افغان سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

هغه وايي: "زموږ او زموږ د تره د کورنۍ په څېر زرګونه داسې نورې کورنۍ شته چې يا يې د کور سرپرست له لاسه ورکړی او يا يې هم د زړه ټوټې اولادونه."

دى هم د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي او وايي: "جګړه بس ده، نور مظلوم افغانان مه وژنئ او سوله وکړئ."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement