د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې د ولسي پاڅون ځواکونو يو قوماندان وژل شوی

په بدخشان کې د ولسي پاڅون ځواکونو يو قوماندان وژل شوی

Nov 19, 2016 - 14:23

فيض اباد (پژواک، ٢٩ لړم ٩٥): په بدخشان ولايت کې امنيتي چارواکي وايي چې د ولسي پاڅون ځواکونو يو قوماندان له خپل يوه کس په يفتل پايين ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په کمين کې وژل شوى دى.

د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر شاوخوا ٥:٠٠ بجې وسله والو مخالفينو د يفتل ولسوالۍ پر سرن کلي بريد کړى او يوې نښتې وروسته يې سيمه پرېښې ده.

هغه زياته کړه، کله چې امنيتي ځواکونه او ولسي پاڅونوالو وسله وال مخالفين تعقيبول، د يفتل پايين ولسوالۍ په يوه دره کې د هغوى له کمين سره مخ شول.

د بدخشان امنيه قوماندان وويل چې د وسله والو مخالفينو په دغه کمين کې قوماندان حيدر له خپل يوه کس سره وژل شوى او درې وسله وال مخالفين ژوبل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ويلو ده چې په تېره يوه اوونۍ کې دا دويم ځل دى چې  د ولسي پاڅون ځواکونه د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ کېږي، دوې ورځې وړاندې هم د وسله والو مخالفينو په يوه کمين کې د ولسي ځواکونو درې غړي وژل شوي وو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement