د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې ٣٥ کيلوګرامه هيروين کشف شول

بدخشان کې ٣٥ کيلوګرامه هيروين کشف شول

Nov 29, 2016 - 14:41

فيض اباد (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): د بدخشان پوليسو د ياد ولايت په کشم ولسوالۍ کې ٣٥ کيلوګرامه هيروين کشف او ضبط کړل  او په تړاو يې دوه کسان نيولي دي.

د یاد ولايت د استيناف څارنوالۍ مشر محمدغوث اميري پژواک ته وويل چې ياد نشه يي توکي په ٧٠ بستو کې په يو کرولا موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو چې تېره ورځ د کشم ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو له لوري کشف او ضبط شول.

د نوموړي په وينا، ياد نشه يي توکي د بدخشان له کشم ولسوالۍ تخار او کندوز ولايتونو ته لېږدول کېدل او په تړاو يې، د موټر چلوونکى له يو بل تن سره نيول شوی دی چې د ولايت مقام ته لېږدول شوي دي.

له بل پلوه د بدخشان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال سهراب رسولي هم پژواک ته وويل چې په روان کال کې د هيروينو، ترياکو او چرسو په ګډون څه باندې ١٠٧٥ کيلوګرامه نشه يي توکي، کشف او ترلاسه شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د يادو نشه يي توکو په تړاو ٢٨ کسان نيول شوي چې له ياد شمېر څخه د ١٥ کسانو دوسيې د بدخشان استيناف څارنوالۍ او پاتې نورو مرکز ته استول شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement