د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګې د سون توکو بيو پر لوړېدو او د برېښنا په پرچوۍ نيوکه وکړه

مشرانو جرګې د سون توکو بيو پر لوړېدو او د برېښنا په پرچوۍ نيوکه وکړه

Nov 29, 2016 - 18:01

کابل (پژواک ٩ ليندۍ ٩٥) مشرانو جرګه د سوداګرۍ، لويې څارنوالۍ، عدلي او قضايي مرکز او برېښنا شرکت چارواکي يادې جرګې ته وربولي، څو د سون توکو لوړېدو، له فساد سره د مبارزې او د برېښنا د پرچوۍ په اړه ورته معلومات وړاندې کړي.

مشرانو کې د خلکو استازي صفي الله هاشمي نن د يادې جرګې په غونډه کې کابل ښار کې د برېښنا د پرچوۍ او د لومړنيو خوراکي توکو بيو د لوړېدو په اړه شکايت وکړ.

هغه وويل، د کابل ښار د يوې سيمې خلک ٢٤ ساعته برېښنا لري او د يو شمېر سيمو خلک يې بيا له ٢٤ ساعتونو اته او يا له هغه ډېر وخت برېښنا نه لري.

نوموړي دغه راز وويل  چې د ژمي په موسم کې همېشه د سون توکو بيې لوړيږي او حکومت د يادې ستونزې د حل لپاره هيڅ ډول تدابير په پام کې نه نيسي.

د پژواک خبري اژانس د اوونيزو راپورونو پر بنسټ، د روان کال د چنګاښ مياشت په وروستيو کې کابل ښار کې د يوه ليتر پټرول تېلو بيه ٣٨ افغانۍ، يو ليتر ډېزل تېل ٣٥ افغانۍ او يو کيلوګرام اوبلن ګاز په ٤٥ افغانۍ و، نن بيا يو ليتر پټرول تېل ٤٧ افغانۍ، يو ليتر ډېزل ٤٦ افغانۍ او يو کيلوګرام اوبلن ګاز ٦٥ افغانۍ دى.

د يادې جرګې يوې بلې غړې نبيه مصطفى زاده هم د سون توکو پر لوړېدو نيوکه وکړه او د کوم چا له نوم پرته يې زياته کړه:  "د مافيا څو کسان سره راټول شوي او د خلکو له برخليک سره لوبې کول غواړي، د سون توکو او لومړنيو خوراکي توکو بيې د همدوى له لوري لوړيږي."

هغې هم وويل، چې په کابل ښار کې د برېښنا د وېش په برخه کې عدالت په پام کې نه نيول کېږي.

د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم د لومړنيو خوراکي توکو د بيو لوړېدو او د برېښنا په پرچوي کې د عدالت پر نه مراعتولو نيوکه وکړه او په دې اړوند يې د چارواکو د استجواب غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال انجنير حسيب الله کليمزي، چې نن يې د يادې جرګې مشري پر غاړه درلوده، وويل: "حکومت په دې اړوند بايد له وړاندې ټول تدابير ولري، د سون توکو او لومړنيو خوراکي توکو بيو لوړېدو خلک اندېښمن کړي دي."

 نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: "که چېرې حکومت تدابير درلودى او پر بازار يې کنټرول لرلى، نو هيڅکله به هم د ژمي په موسم کې د لومړنيو خوراکي توکو بيې لوړې نه شي."

 په پايله کې د جرګې اکثريت غړو د شنو کارتونو په پورته کولو سره پرېکړه وکړه، چې په دې اړوند به د سوداګرۍ، د برېښنا شرکت مشر او نفتي توکو او اوبلن ګاز تصدۍ مشر جرګې ته رابولي او جرګې ته به خپل معلومات وړاندې کوي.

د جرګې په نننۍ ناسته کې پر لويې څارنوالۍ هم نيوکه وشوه او غړو پرېکړه يې وکړه چې د يادې ادارې چارواکي به کومه ورځ جرګې ته راغواړي.

 د يادې جرګې غړي زلمي زابلي وويل: "د قانون له مخې، لوى څارنوال ملي شورا ته ځواب ويونکى دى، خو پر دې سربېره چې لوى څارنوال د کميسيون غونډو او جرګې ته نه دى راغلى، پر دې سربېره يې ټولو څارنوالانو ته لارښوونه کړې، چې د ملي شورا په ناستو کې ګډون ونه کړي."

 هغه زياته کړه، لوى څارنوال له دې وړاندې ويلي و چې د لوړپوړو چارواکو ٥٥ دوسيې يې عدلي او قضايي مرکز ته لېږلې، خو ياد مرکز تر اوسه پورې د هغو کسانو پر دوسيې کار روان کړى، چې ستر مفسدين نه دي.

 د يادې جرګې بل غړي جمعه الدين ګيانوال هم ورته نظر درلود او ويې ويل: "تر کومې کچې چې په څارنوالۍ کې فساد شتون لري، په بله هيڅ اداره کې هم نشته."

 نوموړي او د جرګې يو شمېر نورو غړو د لوى څارنوال او له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د رابللو غوښتنه وکړه، څو د خپلو کړنو په اړه سپيناوى وړاندې کړي.

 کليمزي د جرګې غړو د يادې غوښتنې په تاييد سره زياته کړه: "ملي شورا ته د لوى څارنوال نه حاضرېدل د قانون خلاف کار دى، يوه مياشت وړاندې چې کله اداري پلاوي له لوى څارنوال سره ناسته درلوده، نوموړي په څرګنده سره وويل چې د ملي شورا هيڅ کومې غونډې ته به حاضر نه شي."

د هغه په وينا، که چېرې دا ځل لوى څارنوال او له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي حاضر نه شي؛ نو جرګه به يې په اړه بل تصميم ونيسي.

 په پايله کې پرېکړه وشوه، چې د روانې اونۍ چهارشنبې ورځ به لوى څارنوال او د عدلي او قضايي مرکز چارواکي د جرګې د مشرانو کمېټې ناستې ته ور وبولي.

 د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي په دې اړوند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد لوى څارنوال فريد حميدي اوسمهال له هېواده د باندې دى او نوموړى په دې اړوند نظر نه شي ورکولى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement