د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې د پنځو ولسواليو لارې بندې شوې دي

پېښې

ارشيف

په بدخشان کې د پنځو ولسواليو لارې بندې شوې دي

Dec 12, 2016 - 14:52

فيض اباد(پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٥): د وروستيو واورو ورېدو له امله د بدخشان پنځو ولسواليو ته غځېدلې لارې د ترافيکو او ځايي خلکو پرمخ تړل شوې او اوسېدونکي يې د تاجکستان له لارې کندوز ولايت ته سفر کوي.

 د بدخشان له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيد عبدالله همايون دهقان وويل چې د وروستيو څو ورځنيو واوو ورېدو له امله د کوفاب، نسي، مايمي، شکي او خواهان  ولسواليو ته د خلک د تګ راتګ لارې تړل شوې او د يادو ولسواليو ډېرى خلک د تاجکستان له لارې د ويزې په اخيستلو سره شيرخان بندر او کندوز ته ځي او خپلې ستونزې حلوي.

هغه زياته کړه چې په يادو ولسواليو کې د مرسته رسونکو بنسټونو په مرسته خوراکي او غير خوراکي توکي زېرمه شوي او د اړتيا پرمهال به پر اړمنو ووېشل شي.

 د بدخشان د فواید عامې رياست مشر انجنير عبدالغني پژواک ته وويل چې دغه رياست هر کال د اړوند وزارت له لوري د ورکړي پلان له مخې د ژمي ورځو کې د سړګونو د ساتنې په ترڅ کې د عمومي سړک او پلو لارو د ساتلو لپاره عملي کېږي
هغه زياته کړه، د هغو واوره نيوونکو لويو کوتلونو د پاکولو لپاره چې موټر پرې تګ نه شي کولى، له خصوصي شرکتونو او سيمه ييزو شوراګانو سره قرار داد کوي.

خو د بدخشان د فوايد عامې مشر وويل چې د يادو پنځو ولسواليو نښلوونکې لارې به د پرله پسې واورو ورېدو له امله احتمالا تر وري مياشتې پورې بندې وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement