د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې د موټرو د ټکر پېښه کې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پېښې

ارشيف

بدخشان کې د موټرو د ټکر پېښه کې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Dec 19, 2016 - 15:27

فيض اباد (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٥): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې په کشم ولسوالۍ کې له يو هېنو موټر سره د ٤٠٤ مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله اووه کسان وژل شوي او ١٦ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې يو ٤٠٤ مسافر وړونکى موټر  چې د (قدرت ترانسپورتي شرکت) اړوند دی، د بدخشان له مرکز فيض اباد نه کابل ته پر لاره و چې د کشم ولسوالۍ (نادابه) کلي ته نږدې په (دم ګاو) سيمه کې له يوه هېنو موټر سره ټکر وکړ او له امله يې اووه کسان مړه او ١٦ نور ژوبل شول.

نوموړي زياته کړه چې د ټپيانو په منځ کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.

د کشم ولسوال عبدالسلام پيمان د پېښې د پخلي تر څنګ وويل چې ټول ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د يوه ټپي روغتيايي حالت نازک دى او د تخار ولايت روغتون ته لېږدول شوى دى.

د هغه په خبره، پنځه ټپيان د فيض اباد ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او پاتې نور د کشم ولسوالۍ روغتون کې بستر  دي.

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې ځيني ټپيان برسېرن ژوبل شوي او له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د کشم ولسوالۍ پر کږو وږو  سړکونو د موټر چلوونکي بې احتياطي ددې لامل شوې چې ياده پېښه رامنځته شي.

په ورته وخت کې ولسمشر اشرف غني د بدخشان ولايت د فيض اباد- کشم پر لاره پر شوې ترافيکي پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اړوند چارواکو ته لارښوونه کړې چې د مسافرينو د خونديتوب لپاره دې ترانسپورتي  شرکتونه او موټر چلوونکي، ترافيکي اصول او لارښوونې په جدي توګه په بشپړ ډول مراعت کړي.

ولسمشر د بدخشان ځايي چارواکو ته امر کړى چې د پېښې د قربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره  د مرستې په برخه کې بېړنی اقدام وکړي.

ولسمشر د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ټپيانو ته يې دا الله تعالى له درباره د بشپړې روغتيا هيله کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement