د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له يوه هوټل څخه دوه مړي ترلاسه شول

له يوه هوټل څخه دوه مړي ترلاسه شول

Dec 20, 2016 - 15:53

 فيض اباد( پژواک،٣٠قوس ٩٥):د بدخشان امنيتي مسوولين وايي چې په يوه هوټل کې د ياد ولايت د واخان ولسوالۍ د دوو اوسېدونکو مړي موندل شوي دي.

د بدخشان د بهارک ولسوالۍ امنيه قوماندان پاسوال عبدالودود راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بدخشان واخان ولسوالۍ د يادو اوسېدونکو مړي، د بهارک ولسوالۍ له يو هوټل څخه ترلاسه شوي دي.

 نوموړي زياته کړه :" ياد دوه کسان په نشه يي توکو روږدي وو، تېره شپه د بهارک ولسوالۍ     هر هوټل ته چې د شپې تېرولو لپاره ورځي، څوک د شپې تېرولو ځاى نه ورکوي، خو د يوه هوټل څښتن له هوټل څخه بهر په يوه سړه خونه کې هغوى ته ځاى ورکوي چې تر سهاره دواړه له منځه ځي."

نوموړي زياته کړه چې د يادو کسانو د وژل کېدو لامل تراوسه څرګند نه دى.

 د بدخشان امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال سخي داد حيدري وويل چې د يادې پېښې په تړاو د هوټل څلورکارکونکي او د ياد هوټل ٢٥ مشتريان تر نظارت لاندې دي.

نوموړي زياته کړه چې د يادې پېښې په تړاو څېړنې پيل شوې دي؛ څو د دې وژنې څرنګوالى جوت شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement