د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

صديقي: پر طالبانو د بنديزونو لرې کولو پرېکړه به افغان ولس کوي

صديقي: پر طالبانو د بنديزونو لرې کولو پرېکړه به افغان ولس کوي

Dec 28, 2016 - 15:07

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٥): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې داعش يې ځپلى او له تور لېست څخه د وسله والو طالبانو د نومونو ایستلو پرېکړه به افغان ولس کوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي دغه څرګندونې د مرغومي په ٨مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې پرون د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د روسيې، پاکستان او چين استازو په ګډون د افغانستان د امنيت او سولې په اړه يوه غونډه جوړه شوې وه، خو افغانستان ته په کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

له دې مخکې دا ډول دوه غونډې په اسلام اباد او د چين په پلازمېنه بيجينګ کې هم جوړې شوې دي.

د مسکو په خبرپاڼه کې راغلي چې درېیو واړو هېوادونو د افغانستان پر خراب امنيتي حالت بحث کړى او د داعش پر فعاليتونو يې اندېښنه ښودلې ده.

دغه راز په اعلاميه کې زياته شوې چې د مسکو په غونډه کې ژمنه شوې چې درې واړه هېوادونه به د ملګرو ملتونو د بنديزونو له لېست څخه د افغان طالبانو د ايستلو لپاره هلې ځلې کوي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې د بنديزونو له لېست څخه د وسله والو طالبانو د نومونو د ايستلو پرېکړه د افغان ولس کار دی.

هغه زياته کړه، دغه کار هغه مهال ممکن دى چې وسله وال طالبان له وژنو، تاوتريخوالي او ورانکاريو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

د صديقي په وينا، نور هېوادونه نه شي کولى چې د افغانستان او يا هم افغانانو په استازيتوب له تور لېست څخه د طالبانو د نومونو د ايستلو په اړه پرېکړه يا مشورې وکړي.

د کورنيو چارو وزارت د داعش په اړه د يادو هېوادونو اندېښنې هم بې ځايه وګڼلې او زياته يې کړه چې افغان ملي ځواکونو دغه ډله ځپلې او اوس يې تر يوې وړې سيمې پورې محدوده کړې ده.

هغه زياته کړه چې د ملي دفاعي ځواکونو د عملياتو په پايله کې د داعش ډلې ته زياته مرګ ژوبله اوښتې او د پرمختګ مخه يې نيول شوې ده.

صديقي وويل چې داعش هماغه پخوانى  پاکستاني وسله وال دي چې له وزيرستانونو څخه يې سرچينه اخيستې او پخوا يې هم دلته ورانکارۍ کولې.

د نوموړي په وينا، پاکستان هڅه کوي چې په چل او فريب سره د داعش تر نامه لاندې چين او روسيه  وغولوي او د خپلې خوښې پرېکړې پرې وکړي.

دى وايي، لکه څرنګه چې ولسمشر غني په هندوستان کې د اسيا زړه کنفرانس ته ويلي، پاکستان بايد په خپله خاوره کې د ترهګرو د ځالو د له منځه وړو او ځپلو لپاره اقدامات وکړي.

د يادونې ده، د افغانستان ولسي جرګې او مشرانو جرګې هم پر يادې غونډې کلک غبرګون ښودلى او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.

د مسکو تر غونډې يوه ورځ مخکې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له دې غونډې سره مخالفت اعلان کړ او په ډاګه کړې یې وه چې د افغانستان له ګډون پرته به دا ډول غونډې بې ګټې وي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني ويلي وو: ((دا چې افغانستان ته په دې غونډه کې ولې بلنه نه ده ورکړل شوې، لامل يې نه دى په ډاګه کړى، خو دغه کار زموږ لپاره د اندېښنې وړ دی.))

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement