د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې د سړې هوا له امله يو سرحدي پوليس مړ شوی

بدخشان کې د سړې هوا له امله يو سرحدي پوليس مړ شوی

Jan 01, 2017 - 14:54

 

فيض اباد (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٥): بدخشان کې د سړې هوا له امله د سرحدي پوليسو يو افسر مړ شوی، بلخوا د يوې ښځې په ګډون دوه کسان جنايي پېښو کې وژل شوي دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال سخي داد حيدري وايي چې تېره شپه د بدخشان اشکاشم سرحدي ولسوالۍ دوه افسران او يو سرتېرى د زياتې واورې له امله، د شهدا ولسوالۍ اغرده کوتل کې بند پاتې شوي وو.

نوموړي زياته کړه چې د سړې هوا او واورې ورېدو له امله، د سرحدي پوليسو يو افسر مړ شوى، خو دوه نور يې ژغورل شوي دي.

د بدخشان ياد امنيتي چارواکي د ياد افسر هويت په ډاګه نه کړ او د پېښې په اړه يې د نورو جزئيات له ورکولو ډډه وکړه.

همداراز د بدخشان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوه سره د مبارزې مدير وويل چې تېره شپه د دغه ولايت په کران او منجان ولسوالۍ کې يوه ښځه په مرموز ډول پر تومانچه وژل شوې ده او تر اوسه د دې وژنې لامل څرګند نه دى.

نوموړي زياته کړه چې پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي او د يادې مېرمنې خاوند په دې تړاو نيول شوى دى.

له بل پلوه، د بدخشان پوليس هم وايي چې تېره شپه د محمدعالم په نوم يو ٢٥ کلن ځوان د شهر بزرگ ولسوالۍ په پري خم کلي کې وژل شوى چې په تړاو يې درې کسان نيول شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement