د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بدخشان کې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي

بدخشان کې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي

Jan 03, 2017 - 15:14

فيض اباد (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): په بدخشان کې امنيتي چارواکو، د شپږو امنيتي ځواکونو د وژل کېدو او د دوو ملکي وګړو په ګډون د ١٦ تنو نورو د ټپې کېدو خبر ورکړ.

د بدخشان ملي امنيت رياست يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، نن ( د مرغومي ١٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو امنيتي منسوبينو ته تېره ورځ د چاڼيزو عملياتو پر مهال چې د فيض اباد ښار يفتل بالا کې ترسره شول، مرګ ژوبله اوښتې ده.

يادې امنيتي سرچينې زياته کړه، ياد چاڼيز عمليات لا هم د يفتل بالا دوابه کلي کې دوام لري چې  له امله يې د ملي اردو څلور منسوبين او د پوليسو دوه سرتېري وژل شوي او د ملي اردو ٨ منسوبين، پنځه سيمه ييز پوليس او د ملي امنيت يو کارکوونکى او دوه ملکي کسان ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د بدخشان له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سخي حيدري پژواک ته وويل چې چاڼيز عمليات لا هم دوام لري، خو د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنه کړل.

وسله والوطالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دى څرګند کړى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement