د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: د جګړې د هر بعد د مخنیوي لپاره د جلا پلان جوړول اړين دي

ولسمشر غني: د جګړې د هر بعد د مخنیوي لپاره د جلا پلان جوړول اړين دي

Jan 05, 2017 - 10:33

کابل (پژواک، ١٦ مرغومی ٩٥): ولسمشر غني د جګړې د هر بُعد د مخنيوي لپاره د پلانونو پر جوړولو او د اقتصادي ثبات لپاره د هرات او شېرخان بندر په نښلولو ټينګار کوي، وايي چين هم منلې چې د ورېښمو لار له افغانستان څخه تېره شي.

د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني دغه څرګندونې تېر ماښام د کندوز ولایت له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې د کتنې پر مهال کړې دي.

سرچينه ليکي چې د کندوز مشرانو د امنیت، بنستيزو چارو، پوهنې، کرنې، مالدارۍ او روغتیا په برخو کې د دغه ولايت د خلکو، بزګرو او کوچیانو شته ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړې او د کندوز په سيمه ييزو ادارو کې يې د اصلاحاتو د پلي کېدو او خصوصي سکتور او پانګوالو ته د فعالیت او پانګونې په موخه د اړينو اسانتیاو برابرولو وړاندیز وکړ.

ولسمشر، د کندوز له مشرانو سره د اصلاحاتو د پلي کېدو په برخه کې د مشرانو، متنفذینو، علماوو او د ټولنې د ټولو اقشارو مرسته مهمه بللې ده.

هغه په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د جګړې د بېلابېلو ابعادو تشخیص او د جنګ د هر بعد د مخنیوي لپاره د جلا پلان ترتیب حتمي بللى او زياته کړې يې ده چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې نظم، اصلاح او همغږي رامنځته شوې ده.

غني ويلي: "دا وطن له ۴۰ کلونو راهیسې په بحران کې دی او ځیني افراد بحران د ځان په ګټه بولي؛ ځکه بحران د دوی لپاره پر منفعت بدل شوی دی."

د هغه په وينا، افغانستان د اسیا پر نه جلا کېدونکې برخه بدل شوی، سیمه ییزه اقتصادي همکاري زیاته شوې او چین هم دې ته قانع شوی چې د ورېښمو لار له افغانستان څخه تېره شي.

ولسمشر ويلي چې شېرخان بندر، حیرتان، اقینه او تورغونډۍ د افغانستان د وچو بندرونو لړۍ تشکیلوي او په راتلونکو درېيو کلونو کې به د هېواد په لوېديځ کې پروت هرات ولايت، په شمال ختيځ کې د کندوز ولايت له شېرخان بندر سره ونښلوي چې له دې سره به د افغانستان اقتصادي نظام ثبات ومومي.

دغه راز محمد اشرف غني وايي: "د افغانستان په شمال کې مو لومړی تمرکز د اورګاډي په کرښه او دویم د برېښنا پر انتقال دی، له دې لارې به افغانستان د سیمې د همکاریو د ثقل پر مرکز بدل کړو. "

د هغه په وينا، کندوز له یوې خوا د چین او ایران او له بلې خوا د چین او ترکمنستان د وصل پر لاره بدلېدونکی دی.

ولسمشر غني وايي، حکومت ژمن دی چې په کندوز کې د اصلاحاتو او انکشافي پروژو د پلې کېدو، د خصوصي سکتور او پانګوالو د همکارۍ او پانګونې د جذب په موخه اړينې اسانتیاوې برابرې کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement