د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سرو زرو، سون لرګيو او اوړو بيې لوړې شوې

د سرو زرو، سون لرګيو او اوړو بيې لوړې شوې

Feb 18, 2017 - 20:09

کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو، سون لرګيو او اوړو بيې لوړې شوې، خو د بورې بيه راټيټه شوې او پر دې سربېره د افغانۍ ارزښت هم راکم شوى دى.

د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي سيداسلام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه له ٦٨٠٠ افغانۍ ٦٩٠٠ افغانۍ او د يوه خروار سرې ارچې بيه له ٦٦٠٠ افغانۍ ٦٧٠٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه، د سون لرګيو واردات د واورو ډېر ورښت ل امله بند شوي، چې له همدې امله يې بيې هم لوړې شوې دي.

خو د اوبلن ګاز او تېلو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي احمدسير وويل، نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٥٥ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي په وينا، نن د تېرې شنبې په څېر د يوه ليټر پټرول تېلو بيه ٤٥ افغانۍ او د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه ٤١ افغانۍ ده.

د بورې بيه راکمه شوې، خو د اوړو بيه يوڅه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه قزاقستاني اوړو عمده پلوربيه له ١١٢٠ افغانۍ ١١٣٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

خو د هغه په وينا، نن د تېرې اونۍ په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه د زياتو وارداتو له امله له ٢٢٦٠ افغانۍ ٢٢٣٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

نوموړي وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژو بيه ١٦٠٠ افغانۍ او د خورشيد ١٦ ليټره غوړيو بيه ١١٠٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار منډوي يوه چاى پلورونکي حاجي رحمت الله وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يو کيلوګرام شين مدينه چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ او د يوه کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٢٦٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلوربيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د تايمني لسم سړک کې د شريفي په نوم د يوه خوراکه پلورنځي مالک احمدشريف وويل، نن ٤٩ کيلوګرامه لومړي درجه قزاقستاني اوړه ١٢٥٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ٢٢٩٠ افغانۍ، شپاړس ليټره خورشيد غوړي ١١٨٠ افغانۍ، ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريژې ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين مدينه چاى ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٣٠٠ افغانۍ دى.

د سرو زرو بيې هم لوړې شوې دي.

د کابل ښار په تيمور شاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وويل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٢٥٠ افغانۍ ٢٣٠٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام روسي سرو زرو بيه له ١٧٥٠ افغانۍ ١٨٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د کابل ښار د سراى شهزاده د صرافانو ټولنې د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٧،٤٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٢٥ افغانۍ دى.

د سلواغې مياشتې په ٢٣ مه نېټه، د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٦،٨٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦١٨ افغانۍ و.

د شهزاده سراى د صرافانو ټونې مرستيال حاجي محمد داد ګل وايي، چې د افغانۍ پيسو ارزښت له دې امله راټيټ شوى، چې مرکزي بانک د ١٣٩٦ لمريز کال د وري مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته نا مناسبې او زړې پيسې نه اخلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement