د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اقتصادي بېوزلۍ باميانۍ ښځې د سختو کارونو ترسره کولو ته اړې کړې

اقتصادي بېوزلۍ باميانۍ ښځې د سختو کارونو ترسره کولو ته اړې کړې

Feb 25, 2017 - 15:53

باميان (پژواک، ٧ کب ٩٥): سره له دې چې په تېرو ١٥ کلونو کې بامياني ښځو دېر پرمختګونه لرل، خو لا هم په بېلابېلو برخو کې شته ستونزو په دغه ولايت کې ٥٠ سلنه ښځې د نرانو تر څنګ د درنو کارونو سر ته رسولو لپاره اړې کړې دي.

اقتصادي بېوزلي، سخت کارونه، وزګارتيا او د مناسب کسب نشتوالى، په باميانو کې د ښځو له لویو ستونزو ګڼل کېږي.

خو په ورته وخت کې د سلګونو باميانۍ ښځو لپاره کارونه پيدا شوي چې د عايد پر مټ يې کولى شي د خپل ژوند چارې په ښه ډول مخې ته يوسي.

د باميانو یوه اوسېدونکې فاطمه چې په دغه ولايت کې د شاتو مچۍ ساتي، پژواک ته يې وويل چې د کرنې رياست په مرسته يوې موسسې پنځه صندوقه مچۍ ورکړې دي، اوس يې د شاتو له عايداتو نه د خپلې کورنۍ ځينې اقتصادي ستونزې حل کولى شي.

هغې وویل چې د مچيو پالنه د نورو کارونو په پرتله لکه په دولتي ادارو کې صفاکاري او د اجيرې په توګه کار کول، ډېره مناسبه او اسانه بوختيا ده، په روان کال کې يې له دې لارې ١٠٠ کيلو شات ترلاسه کړي چې ټولې پيسې يې اتيا زره افغانۍ شوې دي.

نوموړي وويل: ((د ښځو  لپاره د نورو کارونو تر څنګ د شاتو مچۍ پوره عايد لري، کاش چې ټولو ښځو داسې کارونو ته لاسرسى درلودى.))

د حميدې په نوم يوه مېرمن چې د موسسو په مرسته يې ١٠ چرګې ترلاسه کړې، وويل چې هګيو د پلور له درکه هره ورځ شاوخوا ٨٠ افغانۍ ترلاسه کوي.))

هغې زياته کړه: ((سره له دې چې د هګيو ياد شوې پيسې مو ټولې ستونزې نه شي حل کولى، خو بيا هم ښې دي، د کورنۍ لومړنۍ اړتياوې را پوره کوي.))

د باميانو اوسېدونکې ٤٥ کلنه مېرمن بسما چې هره ورځ په لرګي پلورنځيو کې د ونو له ډډو پوستونه جلا کوي، وويل چې له دغه کاره هره ورځ دوه سوه افغانۍ تنخوا ترلاسه کوي.

هغې وويل چې ګڼې نورې ښځې هم هره ورځ په دې ډول درنو کارونو بوختې وي، خو دغه کار هم ثابت نه دى، ځينې ورځې کار وي او ځينې ورځې نه وي.

دغه مېرمنې زياته کړه: ((د دې ډول درنو کارونو ترسره کول د ښځو لپاره سخت دي، ښځو ته بايد د خياطۍ ګلدوزۍ، پلورنې، دفتري چارو او نورو برخو کې کار پيدا شي، خو په دې برخو کې کاري زمينه نه ده مساعده شوې، اړ يو چې درانه کارونه وکړو.))

د باميانو د سوداګرۍ او صنايعو خونې عامل مدير علي حسن زاده وويل چې اوسمهال ٣٥هټۍ د خياطۍ، د سينګار توکو پلور او د ښځو لاسي صنايعو په برخه کې کار کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د باميانو د سوداګرۍ او صنايعو خونه کې ٣١ ښځينه اقتصادي او ټولنيز بنسټونه ثبت دي چې په هر انجمن کې په منځني ډول ١٥ ښځې اقتصادي فعاليتونه ترسره کوي.))

نوموړي د دغه ولايت د ښځو لپاره د کاري بوختياوو رامنځته کول يوه ستره ستونزه وبلله او زياته يې کړه چې د فابريکې جوړولو، د لبنياتو برخه کې له پانګونې، لاسي صنايعو او د نورو ښځو لپاره د يوه ملاتړي پروګرام له نشتوالي پرته نه شي کولى چې په دغه ولايت کې ټولو ښځو ته کاري زمينه مساعده کړي او يا دې اقتصادي ځان بسياينې ته ورسېږي.

هغه وويل: ((په رښتيا هم ستونزمنه ده چې ښځې دې شپني او بزرګري وکړي؛ ځکه چې دوى د درنو کارونو د کولو توان نه لري، بايد داسې کار ورته په پام کې ونيول شي چې د کولو توان يې ولري.))

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي هم په دولتي ادارو کې د مېرمنو د استخدام په اړه وويل: ((سږ کال مو په باميانو کې ٥٧٠ کسان استخدام کړي دي، ١٠٢ يې ښځې دي، د ګومارل شوو ١٤ سلنه ښځې دي.))

هغه وويل چې د ولايت مقام دولتي ادارې مکلفې کړې چې له ښځو ملاتړ وکړي: ((همدارنګه پرېکړه وشوه چې د ښځو په ټولو ښوونځيو کې يوازې د ښځو لپاره د استخدام فورمې ووېشل شي، په ګډو ښوونځيو کې هم د ښځو او نارينه وو ونډه مساوي ده، دا مثبت تبعيض د دې سبب شوى چې ښځو ته زياتې کاري زمينې مساعدې شي.))

د احمدي په خبره، اوسمهال د باميانو د دولتي ادارو د کارکوونکو شاوخوا ١٧سلنه کارکوونکي ښځې دي، خو هڅه کېږي چې دا شمېره ٢٥ سلنې ته لوړه شي.))

نوموړي زياته کړه چې د باميانو په ښار کې ٢٣ هټۍ جوړې شوې  او ښځو ته د لاسي صنايعو د ودې لپاره وېشل شوې دي، څو وکولى شي چې له دې لارې د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزې لرې کړي.

په باميانو کې يوې سوداګرې ښځې سکينې چې خياطي کوي، وويل: ((له خپل کار نه خوښه نه يم، ځکه چې هر څومره يې د نورو په پرتله ارزانه پلورم، خو بيا هم د کار د نشتوالي په سبب ډېر کم کار پيدا کوم، په يوه مياشت کې د  هټۍ خرڅ او کرايه باسم، له پنځو تر اوو زرو افغانۍ راته پاتې کېږي، دا پيسې ډېرې کمې دي او د يوې مياشتې لپاره بسنه نه کوي.))

د باميانو د ښځو چارو رياست د حقوقو مديرې عزيزې احمدي وويل: ((په باميانو کې د ښځو د کار او بوختيا په اړه ډېرې ستونزې شته، د لوړو زده کړو لرونکو ښځو په برخه کې هم ډېرې دي، کله چې يو ډېر ښکتنى بست هم اعلانېږي، سلګونه کسان يې فورمې اخلي او سلګونه خلک په ازموينه کې ګډون کوي.))

هغه په ډاګه کړه چې د باميانو له دولتي او خصوصي سکتور کې د ښځو د کار نشتوالى د دې لامل شوى چې د بېوزلۍ کچه لوړه شي او کورنۍ په ډېرې سختۍ سره خپل ژوند تېر کړي.

په باميانو ولايت کې يو شمېر اقتصادي کارپوهان هم په دې باور دي چې د کار نشتوالى نه يوازې چې ښځې، بلکې په ټوله کې د نارينه وو او ښځو لپاره ګډه ستونزه ده.

د اقتصادي چارو يوه کارپوه محمد فيض پژواک ته وويل چې زرګونه ځوانان د بوختيا او کار د نشتوالي په سبب تېښتې ته اړ شوي او بهرنيو هېوادونو ته تللي دي.

هغه څرګنده کړه چې سره له دې چې هر کال د بېوزلۍ کچه لوړېږي، خو زياتوي: ((دا د اندېښنې وړ ده، بايد چې چاره يې وموندل شي، که داسې نه وي له سختې بېوزلۍ سره به مخ شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو لپاره د ښځو لپاره د کارونو موندل، د کرنې رياست، همکارو موسسو او د باميانو ولايت د ځايي ادارې له پروګرامونو ګڼل کېږي چې توانېدلي د سلګونو ښځو لپاره د کار زمينه مساعده کړي.

د باميانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  مشر عبدالوهاب محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ١٣٩٥ لمريز کال کې څه باندې ٢٦٠٠ مېرمنو د دغه رياست  او همکارو موسسو له پروژو ګټه اخيستې او د کار زمينه ورته مساعده شوې ده.

هغه زياته کړه: ((په ټوله کې د ښځو لپاره د شاتو مچيو ساتلو، بڼوالۍ، سبزيجاتو توليد، طبيعي سرچينو په برخه کې ښځو ته کارونه پيدا شوي، ښځو ته ٥٢ کاري فرصتونه پيدا شوي او ګڼې ښځې په دغو کارونو بوختې شوې دي.))

د هغه په خبره، وروستۍ ترسره شوې سروې څرګندوي چې په نورو ولايتونو کې د بېوزلۍ اندازه ٣٦ سلنه ده، خو په باميانو کې دا شمېره ٥٧ سلنه ده، دا شمېره څرګندوي چې باميان د نورو ولايتونو په پرتله له سختې بېوزلۍ سره مخ دى.

نوموړي زياته کړه چې د ډېرې بېوزلۍ په سبب ښځې هم اړ کېږي چې درانه کارونه وکړي: ((اوسمهال څه باندې ٥٠ سلنه باميانۍ ښځې له نارينه وو سره يو ځاى په کرنيزو چارو بوختې دي.))

محمدي وويل چې د ښځو اصلي دنده د ماشومانو لپاره خوړه ورکول او د کورنيو کارونيو تنظيم او ترتيب دى، خو د کمزوري اقتصاد په سبب اړې دي چې درانه کارونه هم وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement