د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

تر ٥٠ ډېر هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

تر ٥٠ ډېر هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

Feb 27, 2017 - 16:22

کابل  (پژواک، ٩ کب ٩٥): د اسلامي کنفرانس سازمان په کوربه توب د افغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس په سعودي عربستان کې جوړېږي.

د سعودي په جده ښار کې د اسلامي کنفرانس له دفتره د کب په ٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د نړيوال تماس ګروپ  لخوا د افغانستان په اړه د يوه نړيوال کنفرانس کوربه توب کوي.

سرچينې زياته کړې چې په دغه کنفرانس کې به تر ٥٠ زياتو هېوادونو استازي ګډون کوي.

د نړيوال تماس ګروپ په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې جوړ شوى چې په افغانستان کې د سولې، پرمختګ، امنيت او ثبات لپاره هلې ځلې کوي.

د دغه ګروپ وروستۍ غونډه د ٢٠١٦ کال په جون مياشت کې د ترکيې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند شمېره بنده وه او مرستيال يې په دې اړه معلومات نه درلودل. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement