د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امنيتي ګواښونو يو پر څلور برخه هېواد کې مخابراتي خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي

امنيتي ګواښونو يو پر څلور برخه هېواد کې مخابراتي خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي

Feb 28, 2017 - 16:43

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٥): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د هېواد په ١٥ اداري واحدونو کې د امنيتي ګواښونو له امله د مخابراتي شبکو انتنونه د شپې او ورځې بند شوي، خو په ٧٤ ولسواليو کې بيا يوازې د شپې له لوري فعاليت نه لري.

افغانستان ٣٤ ولايتونه لري چې ټولټال ٣٨٣ ولسوالۍ لري چې ٣٦٤ يې رسمي او ١٩ يې موقتي ولسوالۍ کې دي.

پژواک خبري اژانس د ١٣٩٥ لمريز کال د سلواغې له درېيمې تر اوومې نېټې پورې د ټيلېفوني اړيکې له لارې د هېواد د ٣٤ ولايتونو له اوسېدونکو سره خبرې کړې او موندلې يې ده چې په ٨٩ اداري واحدونو (د ولايتونو بېلابېلې ولسوالۍ او د اروزګان ولايت مرکز) کې د دولت د وسله والو مخالفينو ګواښونه د مخابراتي شبکو د لنډمهال او دايمې پرې کېدو سبب شوي او ١٣ نور اداري واحدونه لا هم تر مخابراتي پوښښ لاندې نه دي راغلي.

د پژواک د موندنو له مخې، د مخابراتي کمپنيو انتنونه د امنيتي ګواښونو له امله د هلمند په ٩ ولسواليو، د اروزګان مرکز او درېيو ولسواليو او د هرات په دوو ولسواليو کې شپه ورځ، خو د هلمند، اروزګان او هرات ولايتونو په ګډون د ١٨ ولايتونو په ٧٤ ولسواليو کې يوازې د شپې له مخې بندېږي.

 د افغانستان د مرکزي احصايې د معلوماتو له مخې، په يادو شوو ١٠٢ اداري واحدونو کې چې مخابراتي خدمتونه په کې له ستونزو سره مخ شوي، په ټوليز ډول په کې پنځه ميليونه او پنځوس زره خلک ژوند کوي .

د وګړو ياده شوې شمېره د هېواد د ټول نفوس ١٨ سلنه جوړوي.

د يادونې وړ ده چې په ځينو سيمو کې له ٨٩ اداري واحدونو ډېر محدود شمېر يې مخابراتي خدمتونه لري، خو دا سيمې تر مخابراتي پوښښ لاندې دي چې له ولسواليو لرې او يا هم د ولايتونو مرکزونو ته نږدې دي.

د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اوسېدونکى محمود وايي: ((طالبان په چک ولسوالۍ کې مخابراتي شبکو ته اجازه نه ورکوي چې د شپې له مخې فعاليت وکړي، خو د دې ولسوالۍ په نورو ډېرو محدودو برخو کې هم د روشن مخابراتي شبکې فعاليت شته دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، روشن شبکه د چک ولسوالۍ اړوند سيمو کې انتن نه لري، خو د کومې بلې سيمې انتن محدود زېګنال ورکوي.

هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې د روشن خدمتونه ډېر محدود او حتى پر (هېڅ) حساب دي.

د سيمو توپير

د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د هېواد په ختيځو او سوېل ختځيو ولايتونو کې د مخابراتي انتنونو د غير فعالېدو ستونزه تر نورو ولايتونو ډېره ده.

د موندنو له مخې، له ختيځو او سوېل ختځيو ولايتونو وروسته، دا ستونزه په ترتيب سره په لوېديځو، مرکزي او سوېلي ولايتونو کې ډېره ده، خو په شمال او شمال لوېديځو ولايتونو کې په يوه يوه ولسوالۍ کې مخابراتي خدمتونه د شپې له مخې او يا هم د ٢٤ ساعتونو لپاره پرې کېږي.

پژواک همدارنګه موندلې چې د ٩ ولايتونو پر چارت سربېره، د نورستان، فراه، پروان، کاپيسا او هلمند په دوو- دوو ولسواليو او د نيمروز، زابل، کونړ، بادغيس او فارياب ولايتونو يوه- يوه ولسوالۍ کې د شپې له مخې او يا هم د ٢٤ ساعتونو لپاره مخابراتي خدمتونه بندېږي.

د مخابراتي خدمتونو پرې کېدو هم خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي سيد ګلاب شاه په دې ولسوالۍ کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو له بندښته شکايت وکړ او ويې ويل: ((کله چې د شپې له لوري څوک مړه شي او يا کومه ناروغي ورته پيدا شي، اړ يو چې تر سهاره منتظر پاتې شو او سهار خلک خبر کړو يا مرسته وغواړو.))

هغه وايي چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې يې خور په اپنډيکس ناروغۍ اخته شوه، د مخابراتي شبکو د انتن پرې کېدو په سبب ونه توانېدل چې تر سهاره پورې موټر او مرسته وغواړي، له همدې امله يې خور مړه شوه.

د کاپيسا ولايت د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونکي محمد شاکر چې په ولسوالۍ کې يې د شپې له خوا مخابراتي شبکې پرې کېږي، وايي: ((خداى دې نه کړي چې د شپې له خوا راته کومه ستونزه پيدا نه شي، نه مرسته غوښتلى شو او نه هم د امنيتي ستونزو له امله له خپلو کورونو وتلى شو.))

دوى له دولت، وسله والو مخالفينو او مخابراتي شبکو غواړي چې د خلکو ستونزې په پام کې ونيسي او د ټولو خلکو لپاره د دايمي مخابراتي خدمتونو زمينه برابره کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند محمد ياسين صميم د شمېرو له ورکړې پرته وايي چې په ځينو اداري واحدونو کې د امنيتي ستونزو له امله د مخابراتو خدمتونه درېږي، خو شمېره يې له ٨٩ واحدونو کمه ده.

صميم ومنله چې په ځينو ولسواليو کې د سختو امنيتي ستونزو له امله د مخابراتي شبکو خدمتونه د وضعيت تر ښه والي پورې ځنډول شوي؛ ځکه چې په داسې حالاتو کې وزارت نه شي کولى چې پر مخابراتي شبکو څارنه وکړي.

هغه وويل، هڅه کېږي چې ګواښونه لرې کړي او د انتنونو ستونزه حل شي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبان د خپل واک په هغو سيمو کې د شپې له خوا مخابراتي شبکو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي چې ((دښمن په کې عمليات کوي، امريکايي الوتکې په خپلو بريدونو کې د ګرځنده مبايلونو له زېګناله کار اخلي.))

هغه وايي چې په دغه کار کې د افغانستان حکومت او امريکايان ملامت دي؛ ځکه چې دوى په خپلو بريدونو او بمبار کې په نا قانونه ډول له ټيلېفوني زېګنالونو کار اخلي.

د مخابراتي خدمتونو نشتوالى

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند وايي چې په ټولو اداري واحدونو کې مخابراتي انتنونه لګېدلي دي، خو امکان لري چې په ځينو لرو برخو کې اداري واحدونه تر پوښښ لاندې نه وي راغلي.

د هغه په خبره، که چېرې امنيتي وضعيت ښه شي، د ټولو ساحو د پوښښ لپاره به نور مخابراتي انتنونه هم ولګوي.

خو د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې لا هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ١٣ ولسوالۍ له مخابراتي پوښښ نه بهر پاتې دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې د غزني په اجرستان، ناوه، رشيدان او خوګياڼو ولسواليو، د بدخشان په يمګان او وردوج ولسواليو کې، د خوست په قلندر او سپېره ولسواليو کې، د هلمند په دېشو او باغران ولسواليو کې، د کندهار په راغستان ولسواليو کې، د سرپل په سانچارک او د غور ولايت په چهارسده ولسواليو کې چې ټولې ١٣ ولسوالۍ کېږي، مخابراتي پوښښ نشته.

د غزني ولايت د مخابراتو رييس انجنيرعين الدين مني چې په خوګياڼو، رشيدانو، ناوې او اجرستان ولسواليو کې د امنيتي ستونزو په سبب تر اوسه پورې د مخابراتي شبکو انټنونه نه دي لګول شوي.

خو هغه زياته کړه: ((د خوګياڼو، ناوې او اجرستان ولسواليو په ځينو سيمو کې د ګاونډيو ولسواليو له انتنونو زيګنال موندل کېږي.))

هغه وويل که چېرې امنيتي ستونزې حل شي، په دغو ولسواليو کې به هم د مخابراتي شبکو انتنونه ولګول شي.

د کندهار ولايت د مخابراتو رييس انجنير شېراحمد هم د دې پخلى کوي چې مخابراتي شبکې د امنيتي ستونزو او کم نفوس له امله په ريګستان ولسوالۍ کې مخابراتي انتنونه نه دي لګولي، خو د ستونزې د حل په موخه هڅې روانې دي.

د هغه په خبره، مخابراتي شبکې په خپله خوښه په هغو ځايونو کې خدمتونه وړاندې کوي چې امنيت وي او ډېر نفوس ولري.

ريګستان د کندهار ولايت له ولسواليو څخه يوه ده چې د وګړو شمېر يې په ٢٠١٦ زېږديز کال کې ١٦٠٠ کسه ښودل شوى و.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب دانش هم د ولسواليو له څرګندولو پرته وايي چې د امنيتي او تخنيکي ستونزو له امله به ځينو په ولسواليو کې مخابراتي انتنونه غلي شوي دي.

خو هغه وايي چې په ولسواليو کې د امنيتي ګواښونو د لرې کولو لپاره يې عملياتي پلانونه ترتيب کړي چې د عملياتو په ترسره کولو سره به ستونزه حل شي.

هغه وويل: ((که چېرې مخابراتي کمپنۍ د خپلو انتنونو د امنيت د نيولو غوښتنه وکړي، نو د کورنيو چارو وزارت چمتو دى چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.))

پژواک خبري اژانس په هېواد کې له فعالو مخابراتي کمپينو سره اړيکو ونيوه، خو د يادو شوو شبکو چارواکي په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement