د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لوګر کې د سړک جوړونې شرکت تښتول شوي انجنیران خوشي شول

لوګر کې د سړک جوړونې شرکت تښتول شوي انجنیران خوشي شول

Mar 01, 2017 - 12:25

پل علم (پژواک، ١١ کب ٩٥): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د يوې کمپنۍ تښتول شوي پنځه انجينران بېرته خوشي شول.

د محمداغې ولسوال محمدنصير امين د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کب په ٦مه نېټه وسله والو طالبانو د بلوبل کمپنۍ پنځه انجنيران د دې ولسوالۍ له دولت اباد سيمې تښتولي وو.

هغه وويل چې دغو انجنيرانو د پل کندهار- سرخاب سيمې د سړک جوړونې مسووليت پر غاړه درلود.

ده وويل چې یاد انجينران تېره شپه د قومي مشرانو په منځګړتوب بېرته خوشي شوي او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

ولسوال د يادو انجينرانو د خوشي کېدو په بدل کې د کومې معاملې خبره ونه کړه خو زياته يې کړه چې تر دې وروسته که د هرې کمپنۍ انجينران او کار کوونکي سيمې ته ورځي بايد امنيتي ارګانونه په جريان کې کړي.

د سرخاب سيمې قومي مشر ګلاب الدين پژواک ته وويل: ((د دغو کسانو په خلاصولو کې مو ډېرې هلې ځلې وکړې او پرون مو په ولسوالۍ کې خپلو کورنيو ته وسپارل.))

وسله وال طالبان هم ياده پېښه تاييدوي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه کسان د طالبانو له لوري بيول شوي وو.

د هغه په وينا، هره کمپنۍ که غواړي د طالبانو په سيمو کې کار وکړي، بايد د طالبانو د موسسو او تاسيساتو له کمېسيون څخه اجازه پاڼه ولري.

ده زياته کړه: ((کومې پروژې چې زموږ په سيمو کې پلې کېږي، موږ يې مسووليت لرو چې څارنه يې وکړو، نو بايد زموږ د کمېسيون اجازه هم ولري.))

د مجاهد په خبره، که کوم شرکت د دوى له اجازې پرته د دوى په سيمو کې پر پروژو کار وکړي نو که بيا له هر برخليک سره مخ شول، ګناه يې خپله ده.

د بلوبل کمپنۍ مسوولينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د ياد سړک د جوړونې چارې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې پيل شوې چې د لومړۍ سروې پر مهال يې د ماين په چاودنه کې د محمداغې ولسوالۍ د امنيه قوماندان څارمن مطيع الله عبدالرحيمزي تر څنګ د بلوبل کمپنۍ درې کارکوونکي ټپيان شول او يو بل پوليس و وژل شو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement