د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ايران کې يو پوهنتون د پښتو څانګه جوړه کړې

په ايران کې يو پوهنتون د پښتو څانګه جوړه کړې

Mar 03, 2017 - 14:36

کابل(پژواک، ۱۳کب ۹۵): د ايران د علامه طباطبایي پوهنتون د پښتو څانګې د رامنځته کېدو خبر ورکړى او د کابل پوهنتون وايي چې په دې برخه کې له ياد پوهنتون سره مرستې ته چمتو دى .

 د ايران په تهران ښار کې د علامه طباطبایي پوهنتون لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي يو پلاوى تهران ته راغلى او ددغه پوهنتون له مسوولينو سره يې ليدلي دي. 

 خبرپاڼه وايي چې د طباطبایي پوهنتون مسوولينو د پښتو ژبې د زده کړې په اړه له ياد راغلي پلاوي سره خبرې کړې دي . 

 د طباطبایي پوهنتون د نړيوالو علمي همکاريو مسوول ماندانا تیشه یار په دې وروستيو کلونو کې ددغه پوهنتون او د افغانستان د پوهنتونونو او علمي بنسټو پراخو همکاريو ته په اشاري ويلي چې په ايران کې د پښتو ژبې زده کړې د ١٣٩٥ کال له ليندۍ مياشتې راهيسې پيل شوې دي.    

 کابل پوهنتون د ياد ايراني پوهنتون ددغه اقدام هرکلى کړى او وايي چې دوى په دغه برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي.

 د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې امر بخت مير وزيري پژواک اژانس ته وويل چې ددغې څانګې دوه استادان ايران ته په تللي پلاوي کې شامل دي او دوى دغه بهير څاري . 

 هغه وويل:((د ايراني لوري د علاقه مندۍ په صورت کې موږ چمتو يو چې د پښتو ژبې د زده کړې په برخه کې له هغوى سره همکاري وکړو، دغه موضوع د کابل پوهنتون له رييس شريکه شوې او په رسمي ډول تعقيبيږي.))

 علامه طباطبایي په تهران کې يو ستر پوهنتون دى چې په بېلابېلو برخو کې  ١٧زره محصلين په کې زده کړې کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement