د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ملا عبدالجلیل: د پاکستان له خوا مسکو ته زما د سفر په اړه خبرونه بې بنسټه دي

ملا عبدالجلیل: د پاکستان له خوا مسکو ته زما د سفر په اړه خبرونه بې بنسټه دي

Mar 31, 2017 - 15:36

کابل (پژواک، ١١ ورى ٩۶): د طالبانو د واکمنۍ مهال د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ملا عبدالجليل اخند هغه څرګندونې ناسمې بولي چې ګواکې دى د پاکستان له خوا د مسکو غونډې ته استول شوى او له روسانو سره يې ليدنې کړې دي.

ملا عبدالجليل اخند نن پژواک خبري اژانس ته يو ليک استولى او په کې ويلي یې دي چې له څو ورځو راهيسې په دې اړه خبرونه خپرېږي خو بې بنسټه دي.

ده نه دي ويلي چې دغه راپورونه څوک خپروي خو زياتوي، څوک چې دا بې بنسټه خبرونه خپروي، د اصلي طالب چارواکو پر ځاى د خبر حواله په نظرمحمد مطمئن ورکوي او وايي چې د هغه په فېسبوک پاڼه کې خپور شوى دى.

عبدالجليل اخند وایي: "اول خو زه نظرمحمد مطمئن نه پېژنم چى دا څوک دی، د چا لپاره کار کوي او څه مسووليت لري او بيا چې نظرمحمد د چا په حواله دا خبره کوي چې ما له روسانو سره ملاقاتونه کړي، زه دا خبر او دې ته ورته خبرونه په کلکه ردوم اوغندم يې."

هغه له رسنيو غواړي چې داسې بې بنسټه خبرونو دې نه خپروي.

دى وايي: "زه په دې خبره افسوس کوم چې يو څوک دې له نظام سره په خوا کې وي او بيا دې امارت اسلامي په مشرانو پسې بې بنياده خبر نشروي او يا دې د امارت اسلامي تر منځ اختلاف رامنځته کوي. زه دا وايم چې له داسې بې بنياده خبرونه ډډه وکي."

نظرمحمد مطمئن چې د سياسي چارو شنونکى دى، د مارچ په ٢٨مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي: "د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ملا جلیل اخند اړوند باوري سرچینې وایي او تایيدوي چې هغه مسکو ته له نورو ملګرو سره په ‏پټ او لنډ سفر تللی و او تېره اونۍ بېرته پاکستان ته ګرځېدلی دی.‏

ځینو دوستانو ما ته پيغامونه رالېږلي چې ملا جلیل اخند اوسمهال په مسکو کې نه دی. سمه ده، مګر هغه د پاکستان په وساطت مسکو ته سفر ‏کړی، دا لومړی ځل نه دی، له دې مخکې یې هم سفرونه کړي وو.‏"

هڅه مو وکړه چې د ملا عبدالجلیل اخند د څرګندونو په اړه د نظرمحمد مطمئن نظر واخلو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement