د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په دره صوف کې اووه کلي د دولت له وسله والو مخالفينو نيول شوي

په دره صوف کې اووه کلي د دولت له وسله والو مخالفينو نيول شوي

Apr 01, 2017 - 13:08

ايبک (پژواک، ١٢ ورى ٩٦): چارواکي وايي، دولتي ځواکونو د سمنګانو  په "دره صوف پايين" ولسوالۍ کې ٧ کلي د دولت له وسله والو مخالفينو نيولي او دا مهال د دې ولسوالۍ په ځينو نورو سيمو کې جګړه روانه ده.   

د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالله ظفري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد چاڼيز عمليات تېره ورځ مازيګر پيل شوي او تر اوسه روان دي.

دى وايي چې د عملياتو پر مهال د " ددک، دغک، بيانان، بابه نظري، تيوه تاش، اهنګران او دمستي" کلي له لنډو نښتو وروسته تصفيه شوي او مخالفين له دغو سيمو تښتېدلي دي.

د هغه په وينا، تېره شپه په يادو سيمو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ په نښتو کې يو تن وسله وال مخالف وژل شوى او دوه نور ټپيان دي. دى وايي چې په دې نښتو کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.

نوموړى وايي چې دا مهال ( له غرمې مخکې لس نيمې بجې) دولتي ځواکونه د دې ولسوالۍ د جمالک درې په لور د پرمختګ په حال کې دي او په سيمه کې له وسله والو مخالفينو سره جګړه روانه ده.

د سمنګانو د والي وياند محمدصديق عزيزي وايي چې تېر کال په وږي مياشتې کې دولتي ځواکونو د دې ولسوالۍ ٧٠ کلي چې د مخالفينو په ولکه کې وو، تر خپل کنټرول لاندې راوستل، خو شلو کليو ته  هغه مهال راوګرځېدل چې دولتي ځواکونه تر عملياتو وروسته له سيمې ووتل.

عزيزي وايي، د نويو پيل شويو عملياتو په ترڅ کې به دولتي ځواکونه ياد شل کلي بېرته ونيسي او بيا به پرې نه ږدي چې دغه سيمې د مخالفينو ولکې ته ولوېږي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرووف هم تاييد کړه چې تېره شپه هلته يو پوليس ټپي شوى او ياد ٧ کلي دولتي ځواکونو نيولي ، خو وايي چې د وسله والو مخالفينو له مرګ ژوبلې خبر نه لري.

سمنګان  د هېواد له هغو ولايتونو څخه دى چې ډېرې جګړې په کې نه وي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پژواک د راپورونو له مخې، په تېرو اتو مياشتو کې په دې ولايت کې پنځه بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې اته تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement