د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې غره ښويېدنې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په بدخشان کې غره ښويېدنې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

Apr 05, 2017 - 14:23

فيض اباد (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خواهان ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې له امله د استوګنې څلور کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي، يو کس مړ شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.

د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر عبدالله همايون پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه طبيعي پېښه نن سهار د خواهان ولايت په دو درګي کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې له غره نه د سګو او ډبرو د را ښويېدو له امله د استوګنې څلور کورونه ويجاړ شوي، يو تن مړ شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.

د بدخشان له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر وويل چې له اړمنو ته د کمپلو، خېمو او نورو اړينو توګو په استولو سربېره، له رياست او همکارو موسسو نه جوړه ډله، زيانمنو ته د مرستو رسولو لپاره د پېښې ځاى ته استول شوې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement