د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غنی اندونیزیايي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول

ولسمشر غنی اندونیزیايي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول

Apr 07, 2017 - 09:40

کابل (پژواک، ١٨ وری ۹۶):ولسمشر محمداشرف غنی اندونیزیا ته د خپل رسمي سفرپه دویمه ورځ په خپل استوګنځای کې له یو شمېر اندونیزیایي سوداګر سره په جلا جلا کتنو کې په افغانستان کې د سوداګرۍ د  ودې او بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر وویل، افغانستان د سیمه ییزې سوداګرۍ د ودې لپاره ځانګړی موقعیت او ظرفیت لري. هغه زیاته کړه، حکومت کوښښ کوي چې د لویو لارو، ترانزیټي دهلېزونو او اورګاډي کرښې په جوړولو سره د اسیا، اروپا او نړۍ نورو هېوادونو ته د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد چاره اسانه او مهمې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه څرګنده کړه، د افغانستان حکومت په هېواد کې د سوداګرۍ د ودې او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې شته فرصتونو څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه لري.

یادو سوداګرو په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په ګڼو فرصتونو خوښي او لېوالتیا وښوده چې که د امنیت او د پانګو د مصئونیت ډاډ ورکړل شي، نو له افغان مقاماتو سره د ګډو بحثونو او مشورو په پایله کې به په افغانستان کې د سوداګرۍ په وده او پانګونه کې ونډه واخلي.

غني وویل، د خلکو او په ځانګړي ډول پانګوالو د امنیت او د دوی د پانګو د مصئونیت تامین زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. هغه زیاته کړه، حکومت به داخلي او بهرني سوداګر او پانګوال په افغانستان کې د سوداګرۍ  ودې او پانګونې ته وهڅوي.

د افغانستان ولسمشر له اندونیزیایي سوداګرو سره له کتنې وروسته له استقلال جومات څخه د لیدنې پرمهال د اندونیزیا د اسلامي مرکزونو له مشرانو سره وکتل.

په دغه کتنه کې غني علما د اسلام مبین دین او ټولنه کې د ځانګړي مقام او منزلت خاوندان وبلل او زیاته یې کړه، علما د ټولنې د اصلاح د خلکو د اذهانو د روښانولو، حقې لارې او سوله ییز ژوند ته د هغوی د وربللو مسوولیت لري.  

ولسمشر  وویل، د هغه کوچني اقلیت مخنیوی چې خپل ناوړه او د بشریت ضد اعمال د اسلام د مبین دین د ارشاداتو او لارښوونو په ناسم تعبیر سره توجیه کوي، د ټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول د دیني علماوو مسوولیت وباله.

ده زياته کړه، د اندونیزیا له جمهور رئیس سره په کتنه کې یې د علماوو د رول د لا پیاوړتیا په موخه د افغانستان او اندونیزیا د علماوو تر منځ د اړیکو او همکاریو د شریکولو په اړه هم بحث کړی او په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو د علماوو تر منځ د تګ راتګ او ګډو ناستو اسانتیاوې برابرې شي.

محمد اشرف غني همدارنګه پلازمېنه جاکارتا کې په خپل استوګنځای کې له هغو اندونیزیایي مېرمنو سره هم وکتل چې د اسلامي هېوادونو د ښځو د ظرفیتونو د لوړولو او د دوی د رول د پیاوړي کولو په موخه د  ښځو د اسلامي کانګرس د جوړولو پلان لري.

غني او ورسره لوړ پوړی دولتي پلاوی نن ماخوستن له پلازمېنې جاکارتا څخه سنګاپور ته ورسېد. ولسمشر غني به د دغه رسمي سفر په جریان کې د سنګاپور جمهور ريیس ډاکټر ټوني ټان کینګ یام، لومړي وزیر لي ثین لونګ، سوداګرو، پانګوالو او د مسکن او انکشاف مدیره پلاوي سره جلا کتنې ولري.

په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشر او د سنګاپور د لومړي وزیر په حضور کې د دواړو هېوادونو مقامات د دوه اړخیزه همکارۍ هوکړه ليکونه هم لاسلیک کړي او همدارنګه به غني  د سنګاپور ملي پوهنتون کې وینا هم وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement