د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

څېړنه: کابل کې د اصنافو څه باندې ٨٠ سلنه واحدونه د فعاليت جوازونه نه لري او ماليه نه ورکوي

څېړنه: کابل کې د اصنافو څه باندې ٨٠ سلنه واحدونه د فعاليت جوازونه نه لري او ماليه نه ورکوي

Apr 08, 2017 - 10:38

کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): د يوې څېړنې له مخې، اټکل کېږي چې لږ تر لږه کابل کې ١٥٠زره صنفي واحدونه شتون لري خو ښاروالۍ وايي چې د بېلابېلو دلايلو له امله توانېدلي چې يوازې له ٢٠ سلنې لږ صنفي واحدونو ته د فعاليت جوازونه ورکړي او ډېرى يې د مالياتو له ورکړې ډډه کوي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، تر اوسه ٢١٦ اقتصادي، سوداګريز او يا توليدي چې بانکونه، مخابراتي، ودانيز، سوداګريز، توليدي، د لېږد رالېږد، هوايي او تبليغاتي شرکتونه، نانوايۍ، نجارۍ، د حکاکي کارخونې، قصابۍ، سنګارتونونه، فلزکارۍ، د معاملاتو د لارښوونې دفترونه، روغتونونه، روغتيايي مرکزونه او کتنځايونه، دغه ښار کې پېژندل شوي دي چې لسګونه زره صنفي واحدونه د دغو اصنافو تر پوښښ لاندې فعاليت کوي.

د فعاليت جواز او صنفي جواز

د ښاري خدمتونو د محصول قانون له مخې، بېلابېل صنفونه مکلف دي چې د خپل کار قانوني بهير مخ ته وړلو لپاره د فعاليت جواز ترلاسه کړي.

د دغه قانون له مخې، د راکړې ورکړې، نفوسو، ناحيې او د صنفي واحد موقعيت کچې ته په پام سره د فعاليت جواز يو ځل صادرېږي چې له ٥٠٠ تر ٢٠ زروافغانيو لګښت پرې راځي.

د دې تر څنګ صنفي واحدونه مکلف دي چې د لومړي کال په پاى کې خپلې اړوندې ناحيې ته ورته او صنفي جواز ترلاسه کوي، دا ډول جوازونه بايد هر کال د ښاروالۍ د ناحيو د مديريتونو له لوري تمديد شي او د صنفي واحد څښتن ټاکل شوې بيه چې له ٥٠٠ تر ٢٠ زرو افغانيو پورې ده تحويل کړي.

بايسکل جوړونه، د لاسي صنايعو هټۍ او سلماني د صنفي واحدونو له ډلې دي چې د جواز ترلاسه کولو لپاره بايد ٥٠٠ افغانۍ د ښاروالۍ حساب ته ولېږدوي او هر کال د دغه مبلغ په ورکړې سره دا مبلغ تمديدکړي.

د دغه قانون له مخې، د تبليغاتي او تخنيکي خدمتونو شرکتونه، د موټرو رغولو ورکشاپونه، الکترونيکي وسايل او د لېږد رالېږد شرکتونه د صنفي واحدونو په ډله کې دي چې بايد له ٨- ١٠زرو افغانيو او خصوصي بانکونه، مخابراتي شرکتونه، ودانيز شرکتونه، توليدي او بسته بندي فابريکې، د تېلو ټانکونه، هوټلونه او رستورانتونه او د هوايي خدمتونو شرکتونه له ١٥ زرو تر ٢٠زروافغانيو چې تر ټولو زيات صنفي ماليات دي، ورکړي.

د ښاروالۍ ناحيې او د قانون عملي کولو کچه

کابل ښاروالۍ کې يوې سرچينې وويل، اټکل کېږي تر١٥٠زرو صنفي واحدونو د دغه ښار په ٢٢ ناحيوکې شتون ولري.

خو د کابل ښاروالۍ مارکېټونو د تنظيم مشر خيرمحمد صفدري پژواک ته وويل چې د کره سيستم نه شتون له امله نه شي کولى څو دا شمېر تاييدکړي.

هغه زياته کړه، تر اوسه د ښاروالۍ له لوري ١٢٥٠٠ د فعاليت جوازونه وېشل شوي خو د اټکل له مخې دا شمېر له ٢٠ سلنې لږ فعال صنفي واحدونه په ګوته کوي.

د ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم مشر وويل: "د کار کوونکو کمښت او له قانون څخه د اصنافو تېښتې له امله ښاروالي نه ده توانېدلې چې کابل کې د فعال صنفي واحدونو کره شمېره معلومه کړي."

خو د نوموړي د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې دمګړۍ ٦٢٥٠٠ صنفي واحدونه په کابل کې شتون لري چې څه باندې ٥٠ زرو يې د فعاليت جواز نه دى ترلاسه کړى او صنفي ماليات هم نه ورکوي.

صفدري زياته کړه: "د ښاروالۍ پر وړاندې له قانون څخه تېښته او زورواکي په دې کچه دي چې دا اداره نه ده توانېدلې ان د کابل ښار په ١٤،١٨،١٩،٢٠ او ٢١ ناحيو کې يو صنف او يا هټۍ تر پوښښ لاندې راولي، يو صنفي واحد هم جواز نه لري او ماليې هم نه ورکوي."

د دې تر څنګ، د کابل ښاروالۍ مارکېټونو د تنظيم مشر په ډاګه کړه چې ټاکل شوې د نړيوال بنسټ په مرسته، د فعاليت جواز او صنفي جواز ورکړې سيستم او د مالياتو پيسو راغونډولو بهير، د بانک له لوري په کابل ښار کې عملي شي.

هغه وويل، تمه کېږي تر درېيو راتلونکو مياشتو پورې دغه سيستم رامنځته شي او په يو کال کې دغه بهير د اجرا وړ وګرځي.

له يوې څېړنې د تر لاسه شوو اټکليزو شمېرو سره د ښاروالۍ د شمېرو پرتلنه

د کابل ښار د مارکېټونو د تنظيم مشر اټکلوي چې په کابل ښار کې څه باندې ٦٢٥٠٠ صنفي واحدونه شته، خو د پژواک موندنې ښيي چې يوازې د ښار په پنځمه ناحيه کې شاوخوا ٤٥ زره صنفي واحدونه شته دي.

په کابل کې د فعالو صنفي واحدونو د کره شمېرې په اړه د کابل ښاروالۍ بې خبري او نا څرګندوالي ته په پام سره پژواک خبري اژانس د هېواد په پلازمېنه کې د خلکو شمېر او ټولنيز جوړښت ته په پام سره څېړنه تر سره کړې چې له مخې يې د صنفي واحدونو تقريبي واحدونه سنجول شوي دي.

په دې اساس په شمال کې اوولسمه ناحيه (خيرخانه)، په سوېل کې درېيمه ناحيه (څلورمه کارته)، په غرب کې دوولسمه ناحيه (ارزان قيمت)، په لوېديځ کې ديارلسمه ناحيه (دشت برچي) او د ښار په مرکز کې شپاړسمه ناحيه (زاړه مکروريان او محمودخان پل) انتخاب شول، په يادو شوو سيمو کې يو يو صنفي واحد پېژندل شوى او شمېرل شوى دى.

دا څېړنه په ډاګيز (ميداني) ډول د پژواک را خبريال او ورسره دوو تخنيکي همکارانو له لوري په لسو ورځو کې بشپړه شوې ده.

د يادې شوې څېړنې موندنې ښيي چې شاوخوا ٤٤٨٠٠ صنفي واحدونه چې ١٠٩١٨ يې درېيمه ناحيه، ٣٣١٧ يې په شپاړسمه ناحيه، ١٠٨٥٢ديارلسمه ناحيه، ٩٦٦٣ په اوولسمه ناحيه او ١٠٠٥٠ صنفي واحدونه په دوولسمه ناحيه کې فعاليت کوي چې اکثره يې د فعاليت او صنفي جواز نه لري.

په پاتې ١٧ ناحيو کې ځينې ګڼ مېشته سيمې چې ډېر صنفي واحدونه لري، له منډوي، جادې، پامير سينما، نادر پښتون واټ او مريم لېسه دي چې په لومړۍ، دويمه او يوولسمه ناحيو پورې اړه لري او کم نفوس لرونکې سيمې چې چهل ستون، واصل اباد او درېیمه کارته سيمو کې راځي، په شپږمه او اوومه ناحيو پورې اړه لري.

دغه څېړنې ته په پام سره، په هغو ناحيو کې چې نه دې څېړل شوې، ګڼ مېشته سيمې له ګڼو واحدونو او کم مېشته سيمې له کم شمېر صنفي واحدونو سره شته دي چې د نمونې په توګه يې پنځه ناحيې څېړل شوې او په پاتې ناحيو تعميم شوې دي.

که چېرې په پنځو ناحيو کې ٤٤٨٠٠ صنفي واحدونه شتون ولري، په منځني ډول په هره ناحيه کې ٨٩٦٠ صنفي واحدونه شته دي. په دې حساب اټکل کېږي چې په پاتې ١٧ ناحيو کې څه باندې ١٥٢زره صنفي واحدونه شتون لري.

له جواز پرته فعاليت، له قانون د خلکو تېښته که د ښاروالۍ کمزوري او فساد

د ديارلسمې ناحيې (دشت برچي) محمد نبي رحيمي وويل چې دغې ناحيې د شاوخوا څلور زره هټيو لپاره جواز صادر کړى، خو په خبره يې د دغه بهير په مخې ته وړلو کې له جدي ستونزې سره مخ دى.

رحيمي د صنفي جوازونو مقرره نا عادلانه وبلله او وزياته يې کړه: ((په دې مقرره کې هغه هټيوال چې اووه ميليونه پانګه لري، له هغه هټيوال سره چې شل زره افغانۍ پانګه لري، په يوه ډول د جواز اخيستلو او پيسو ورکولو ته اړ دي، يوازېنى لامل همدا دى چې د دغه ناحيې هټيوال د جواز اخيستلو ته نه حاضرېږي.))

د درېيمې ناحيې (څلورمه کارته) د عوايدو مدير بشيراحمد وويل: (( ځيني هټيوال د ښاروالۍ له قانون نه بې خبره دي، جواز نه اخلي، دوى په بېلابېلو بهانو چې کار نشته، پيسې نه لرو او نور... د جواز له اخيستلو تښتي، خو له دې وروسته موږ ته هېڅ بهانه نه منل کېږي.))

د دوولسمې ناحيې (ارزان قيمت) مشر صفي الله وويل: ((خلکو ته د قانون نه تېښته خوند ورکوي، ځيني هټۍ وال دي چې جواز يې نه دى اخيستى، خو سږ کال مو د جواز اخيستنې پروسه ډېره جدي نيولې ده.))

د جمال مېنې (درېيمه ناحيه) يوه هټيوال حاجې زمان وويل: ((تېر کال د ښاروالۍ دوه کارکوونکي راغلل او د جواز اخيستلو پروسه يې راته شرحه کړه، ډېره پېچلې وه، اړ شوم چې د مياشتيني جواز پر ځاى ٢٠٠ افغانۍ ورکړم.))

د سلام غونډۍ سيمې (درېيمه ناحيه) هټيوال نور بهادر وويل: ((جواز لرم او هر کال دوه زره افغانۍ ورکوم، خو پر دې سربېره د ښاروالۍ کارکوونکي په دې نوم چې خپله سودا دې را ايستلې، د صفايي او لوحې د ټکس پيسې اخلي.))

هغه زياته کړه: ((په نورو هېوادونو کې چې کله ښاروالي پيسې اخلي، په بدل کې يې خدمت هم کوي، خو له بده مرغه چې د ښاروالۍ له لوري مو کوم خدمت نه دى ليدلى. لا هم زموږ د هټۍ مخامخ سړک خام دى، ځيني خوراکي توکي د ګرد او دوړو په سبب چټلېږي او خلک يې نه اخلي.))

عبيد ناصري چې د سمنټ خانې درې لارې (١٦مه ناحيه) کې مبايل پلورنځى لري، وايي: ((سره له دې چې جواز لرم، خو ښاروالي په يوه او بل نامه پيسې اخلي او که يې ورنه کړو، بهانه کوي چې د خپلې هټۍ موخه مو ولې نه ده پاکه کړې، هټۍ مو مهرولاک کوي.))

د رزان قيمت سيمې (١٢مه ناحيه) يوه هټيوال عبدالمتين وويل: ((اووه کاله کېږي چې د خوراکي توکو پلورنځى لرم، خو تر اوسه مې جواز نه دى اخيستى، کله کله د ناحيې کارکوونکي راځي او د جواز پوښتنه کوي، خو سل افغانۍ د جريمې په نامه اخلي، بېرته ځي او يوه مياشت وروسته بيا راځي.))

د قلعه زمان سړک بالا (شپاړسم) يوه لبنيات پلورونکي وهاب حسيني وويل چې تر اوسه يې هم د فعاليت جواز نه دى اخيستى.

هغه زياته کړه: ((پانګه مې ٢٠ زره افغانۍ ده، نه شم کولى چې هر کال ٢٥٠٠ افغانۍ د جواز لپاره ورکړم، د فعاليت جواز بايد د هټيوال د پانګې له مخې وټاکل شي. څوک چې لس افغانۍ پانګه لري او څوک چې ٢٠ زره افغانۍ پانګه لري، بې انصافي ده چې له دواړو يو ډول پيسې واخيستل شي.))

محمد عارض چې د مهتاب کلا سيمه کې د خوراکي توکو پلورنځى لري، وايي چې درې کاله وړاندې يې د فعاليت جواز اخيستى او هر کال يې نوى کوي، خو ښاروالي بيا هم له پنځوسو تر سلو افغانيو پيسې اخلي.

هغه زياته کړه: ((کومې پيسې چې ښاروالي يې د هټۍ د فعاليت په نوم اخلي، د هغو خدمتونو په بدل کې دي چې وړاندې کوي يې. د صفايي پيسې بېلې اخلي، په همدې ډول د هټۍ د لوحې پيسې جلا ورکوو.))

دغه هټيوال ادعا وکړه چې ډېرى ګاونډيان يې د فعاليت جواز نه لري او هره مياشت د ښاروالۍ مامور ته پيسې ورکوي، څوک يې نه اړ باسي چې جواز واخلي.

هغه زياته کړه: ((تر هغو چې څرګنده نه شي چې ښاروالي د جواز پيسې د ورکړې په بدل کې هټيوالو ته کوم خدمتونه وړاندې کوي، هېڅکله به جواز وانه خلم.))

د کسبکرو ملي ټولنې وويل، دغه راز د فعاليت جواز ترلاسه کول لا هم پېچلی دی، يو کسبکر نه شي کولى چې د رشوت له ورکړې پرته جواز واخلي.

د کسبګرو ملي ټولنې غړي عبداللطيف صالحي پژواک ته وويل چې د ښاروالۍ له لوري د فعاليت جوازونو صادرول يوه ډېره ستره او پېچلې ستونزه ده، دا پېچلتيا د اداري فساد لامل هم شوې ده.

هغه وويل: ((د جواز اخيستلو پېچلتيا او فساد د دې لامل شوى چې ډېرى هټيوال د جواز له اخيستلو ډډه وکړي، خپل اصناف د ناحيو له کارکوونکو په يوه ډول جوړ کړي، د ښاروالۍ کارکوونکي او پوليس په غير قانوني ډول له هټيوالو او بېلابېلو اصنافو پيسې اخلي.))

د ولسي جرګې د مواصلاتو، مخابراتو او ښارواليو کمېسيون غړي فرهاد صديقي وويل: ((په دې برخه کې موږ ته هم شکايتونه رسېدلي دي چې هټۍ جوازونه نه لري او د ښاروالۍ کارکوونکي هره مياشت له هغوى نه پيسې اخلي.))

هغه زياته کړه: ((کابل ښاروالي په فساد کې ډوبه ده، اړتيا ده چې په ياده اداره کې اړين اصلاحات رامنځته شي او اجازه ورنه کړل شي چې د ښاروالۍ بوديجه د ځينو اشخاصو او د ناحيو د مشرانو جېب ته ولوېږي.))

صديقي په ورته وخت کې وويل چې د جواز د وېش بهير پېچلتيا د فساد لامل شوې او دا مسايل له قانون نه د خلکو د تېښتې لامل ګڼل کېږي او د جواز له اخيستو ډډه کوي.

سرچينې زياته کړه، له يادې ستونزې د وتلو لپاره بايد د مالياتو اخيستلو او صنفي جوازونو د صدور سيستم برېښنايي شي چې د فساد مخنيوى وکړي.

هغه زياته کړه: ((د ښاروالۍ د خدمتونو د پېچلتيا له امله د خلکو له خوا د جواز پر نه اخيستلو نيوکه پر ځاى ده او اړتيا ده چې ښاروالي خپل خدمتونه پياوړي کړي، څو د خلکو قناعت حاصل شي او د فعاليت جواز ته حاضر شي.))

خو د کابل ښاروالۍ وياند جليل سلطاني وويل چې په کابل ښار کې يو شمېر صنفي واحدونو د فعاليت جوازونه نه دي اخيستي او ماليات نه ورکوي، تر يوې مياشتې پورې په برېښنايي سيستم چې ميکانيزم يې مشخص شوى، د ښار په ټولو ناحيو کې فعال شي.

هغه وويل چې کابل ښاروالي يو ځانګړى ټيم چې تخصص ولري، د يادې پروسې د څارونکي په توګه ګوماري، څو وخت ناوخت د اصنافو د مالياتو د ورکړې پر سيستم کره څارنه وکړي.

د کابل ښاروالۍ وياند زياته کړه چې د نوي سيستم له مخې هر صنفي واحد مکلف دى چې ماليات بانک ته تحويل کړي څو د ښار په ناحيو کې د فزيکي پيسو د ورکړې لمن په بشپړ ډول ټوله شي.

هغه ډاډ څرګند کړ چې د دغه سيستم په فعالېدو سره به نور په غير قانوني ډول پيسې وانه خيستل شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement