د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات ولايتي شورا د رييس پلويانو د دويمې ورځې لپاره د کابل-هرات تړلې

د هرات ولايتي شورا د رييس پلويانو د دويمې ورځې لپاره د کابل-هرات تړلې

Apr 09, 2017 - 12:07

هرات(پژواک،٢٠ورى٩٦): د هرات لسګونو اوسېدونکو د دې ولايت د ولايتي شورا مشر د بندي کېدو حکم پر ضد د دويمې ورځې لپاره د کابل-هرات لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

پرون د هرات ولايت لسګونو اوسېدونکو د دې ولايت د ولايتي شورا د مشر کامران عليزايي په پلوي لاريون وکړ او هغه يې بې ګناه وباله.

د فساد او درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمې دوه اوونۍ وړاندې، د هرات د ولايتي شورا رييس کامران عليزايى له دندې څخه د ناوړې ګټې اخيستو په تور په دوه نيم کاله زندان محکوم کړ.

د هرات ولايتي شورا مشر، تورن شوى چې له خپلو واکونو څخه په استفادې له ٢٠ وسله والو سره يوځاى په زور د هرات څارنوالۍ ته داخل شوى او د اداري فساد يو تورن چې پوښتنې ګروېږنې ترې کېدې، له ځانه سره وړى دى.

د هرات ښار اوسېدونکي عبدالقادر تيموري د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا د رييس پلويانو نن هم د کابل-هرات لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

هغه زياته کړه: (( د ميدان هوايي لاره يې هم تړلې چې ورسره د انجيل او ګذرې ولسوالۍ لاې هم تړل شوې دي.))

دغه راز د هرات ښار بل اوسېدونکي مسعود هم پژواک ته وويل چې د عليزايي د وسله والو له لوري د ګذرې ولسوالۍ په څلور لارې کې لاره تړلې شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې د سړک په تړل کېدو سره د کابل-هرات لويه لار، د ظفر قول اردو، د انصاري قومانداني، د ګذرې او انجيل ولسواليو او د هوايي ډګر لارې هم تړل شوې دي.

يادو کسانو له عليزايي څخه غوښتنه وکړه چې خپله ستونزه دې له حکومت سره حل کړي او خلکو ته دې بې ځايه ستونزې نه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ کامران عليزايي ويلي و چې حکومت بايد د لاريون کوونکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

هغه ګواښ وکړ، که چېرې دولت د دوى غوښتنو ته ځواب ورنه کړ، د هرات-کندهار او د څو ولسواليو لارې به هم وتړي.

د هرات والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې لاريون د خلکو قانوني حق دى او سيمه ييزه اداره به د معترضينو غوښتنې له مرکزي حکومت سره شريکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د عليزايي پلويانو د اسلام قلعه- تورغونډۍ لاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement