د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر خلک: د نایب امین الله خان روغتون چارې دې ژر بشپړې شي

د لوګر خلک: د نایب امین الله خان روغتون چارې دې ژر بشپړې شي

Apr 12, 2017 - 15:17

پل علم (پژواک، ۲۳ وری ٩٦): له تېرو دريو کلونو راهيسې په لوګر کې د يوه ۳۰۰ بستريز روغتون د جوړولو چارې د نا معلومو دلايلو له مخې ولاړې دي چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي په روغتيايي برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه روغتون د بنسټ ډبره له نن څخه لس کاله وړاندې په ١٣٨٦ کال کې کېښودل شوه او مالي چارې يې هم د ګاونډي هېواد پاکستان پر غاړه دي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مرکز پل علم کې د نايب امين الله خان د درې سوه بستريز روغتون د جوړولو چارې له ډېرې مودې راهيسې په ټپه ولاړې دي.

هغه زياته کړه: ((دلته خلک له ډېرو روغتيايي مشکلاتو سره مخ دي، خو دا درې کاله کېږي چې د نايب امين الله شفاخانه نه جوړېږي.))

ده ټينګار وکړ چې د دغه روغتون د جوړولو چارې بايد هر څه ژر بشپړې شي، څو د خلکو ستونزې هوارې شي.

د مرکز پل علم اړوند د پورک سيمې قومي مشر شاه محمود پژواک ته وويل چې د لوګر خلک په روغتيايي برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده وويل: ((دلته ډېر وخت کېږي چې د يوې شفاخانې جوړولو کار شروع شوى، خو هېڅ نه خلاصېږي، خلک مجبور دي چې خپل مريضان کابل او يا هم بل ولايت ته يوسي.))

د هغه په وينا خلک هيله من دي چې حکومت او اړوندې ادارې هر څه ژر نايب امين الله خان روغتون د جوړېدو چارې بشپړې کړي.

د لوګر د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمې اوسېدونکي سيد داود پژاوک ته وويل: ((زموږ خلک يوې مجهزې شفاخانې ته ضرورت لري، خو د حکومت لپاره شرم دى چې په لسو کلونو کې يوه شفاخانه نه شي جوړولاى.))

ده وويل که چېرې د نايب امين الله خان د روغتون چارې بشپړې شي نو بيا د لوګر اوسېدونکي نه اړ کېږي چې خپل ناروغان کابل او نورو ولايتونو ته انتقال کړي.

د اړوندې موضوع په اړه په ولسي جرګه کې د لوګر استازي محمد اکبر ستانکزي پژواک ته وويل چې د نايب امين الله خان د روغتون په جوړولو کې حکومت بې پروايي کوي.

ده وويل: ((حکومت بايد پر پاکستان فشار راوړي څو دې شفاخانې کار خلاص کړي، حکومت بايد په دې برخه کې بې پروايي ونه کړي.))

ستانکزي وويل چې څو ځلې يې دغه موضوع د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ياده کړې او په اړه يې د عامې روغتيا وزارت ته مکتوبونه هم استول شوي دي.

دغه راز د لوګر د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاګتر ګل الرحمن شاهي پژواک ته هم وويل چې د نامعلومو دلايلو له مخې د نايب امين الله خان روغتون د جوړيدو چارې په ټپه ولاړ دي.

هغه وايي: ((د دغه روغتون نږدې اتيا سلنه کار خلاص شوى دى، د تېر کال په سر کې يو ځل کار شروع شو، خو اوس دا څو مياشتي کېږي چې په ټپه ولاړ دى.))

د شاهي د معلوماتو له مخې، د تړون له مخې پاکستان بايد د دغه روغتون د ودانې لپاره ٢٧ ميليونه ډالره او د طبى وسايلو لپاره يې اته ميليونه ډالره ورکړي.

هغه زياته کړه: ((دغه پروژه غير اختياري ده، پيسې او نورې چارې يې خپله پاکستانيان پر مخ وړي.))

د شاهي په وينا، دغه روغتون د عمومي جراحۍ، نسايي ولادي، داخله، اورتوپيدي، ستوماتولوژي، د سترګو او نورې څانګې لري.

هغه وويل که چېرې دغه روغتون فعال شي نو د لوګر تر څنګ د ګاونډيو ولايتونو اوسېدونکي هم کولاى شي د خپلو ناروغانو درملنه په کې وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د دغه روغتون د جوړېدو چارې سياسي شوې دي.

هغه وايي: ((کله چې زموږ او پاکستان تر منځ اړيکي خرابې شي نو پاکستان د دغه روغتون د جوړولو چارې دروي.))

د صالح وينا، د لوګر والي څو ځلې په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي او هغوی ورته ويلي چې په ٢٠١٦ کال کې به يې چارې بشپړې شي خو تر اوسه دغه کار ونه شو.

هغه وويل، د دغه روغتون جوړېدل د سيمه ييزو چارواکو په لومړيتوبونو کې دي او هڅه کوي چې هر څه ژر يې چارې بشپړې شي.

هڅه مو وکړه چې د اړوندې موضوع په اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر واخلو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

خو تر دې وړاندې په وار وار پاکستاني چارواکو ويلي چې د ويزې او امنيتي ستونزو له امله يې په افغانستان کې د ځينو پروژو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

د يادونې ده، په لوګر کې دا مهال درې بستر لرونکي او ٤٥ نور روغتيايي مرکزونه فعال دي خو د دغه ولايت د اوسېدونکي اړتياوې نه شي پوره کولاى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement