د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سنګري: په ترينکوټ کې له طالبانو سره روسان ليدل شوي

سنګري: په ترينکوټ کې له طالبانو سره روسان ليدل شوي

Apr 12, 2017 - 15:40

ترينکوټ (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): د اروزګان امنيه قوماندان وايي چې په ترينکوټ کې له طالبانو سره روسان ليدل شوي، خو د دغه ولايت والي او طالبان دا خبره ردوي.

د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د ترينکوټ ښار په لس کيلومترۍ کې د طالبانو په ليکو کې روسي روزونکي ليدل شوي دي.

هغه زياته کړه، روسان د روغتيايي کار کوونکو په جامو کې راغلي، طالبانو ته روزنه ورکوي او پوځي مرستې ورسره کوي.

سنګري وايي، ترينکوټ ته راغلي روسان ١١ کسان دي چې دوه په کې ښځې دي.

د نوموړي په وينا، د څلورو وسله والو طالبانو له خوا يې امنيت نيول شوى او په بېلا بېلو سيمو کې طالبانو ته د جګړې روزنه ورکوي.

د اروزګان د ولايتي شورا رييس اميرمحمد بارکزى هم دا خبره تاييدوي او وايي چې څو مياشتې مخکې د ترينکوټ ښار په لس کيلومترۍ کې د درفشان په سيمه کې روسان ليدل شوي دي.

هغه زياته کړې، روسان د سيمې اوسېدونکو ليدلي وو او بيا يې ولايتي شورا او امنيې قوماندانۍ ته خبر ورکړى و.

د نوموړي په وينا، دوى د هغو پوځي تاسيساتو فلمداري هم کړې چې وسله والو طالبانو له دولتي ځواکونو نيولي وو.

خو د اروزګان والي نظير خروټى وايي چې څو مياشتې مخکې د ترينکوټ ښار د جګړې په لومړۍ ورځو کې يې داسې اوازې اورېدلي وې چې ګواکې د طالبانو په ليکو کې داسې کسان ليدل شوي چې په بله بهرنۍ ژبه خبرې کوي.

خو هغه زياتوي، تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې دا خلک روسان نه دي.

طالبانو او روسيې دواړو له يوه بل سره اړيکې تاييد کړې دي، خو په کابل کې د روسيې سفارت څو ورځې مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره له طالبانو سره پوځي مرستې په کلکه رد کړې وې.

طالبان هم دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل: ((دا خبره بالکل حقیقت نه لري، موږ دا ډول افواهات ردوو، داسې خبرې صرف د تشویش اچولو لپاره استخباراتي پروپاګند دی.))

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement