د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ازره کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول ونيول شو

ازره کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول ونيول شو

Apr 15, 2017 - 15:13

پل علم(پژواک،٢٦ورى٩٦): د لوګر چارواکي وايي چې په ازره ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې د جلب او جذب مسوول نيول شوى دى.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو د ازرې ولسوالۍ لپاره د داعش وسله والې ډلې مسوول اصيل خان نيولى دى.

هغه زياته کړه: (( دغه کس بېګاه شپه کوزه چتره سيمه کې له يوشمېر تبليغاتي پاڼو او ويډيوګانو سره نيول شوى دى.))

د ولسوال د معلوماتو له مخې، داعش وسله والو شپږ مياشتې وړاندې په ازره کې فعاليت پيل کړى، خو تر اوسه يې کومه سيمه په کنټرول کې نه ده.

حميد خوښي وښوده چې د اصيل خان په نيول کيدو سره به په دې ولسوالۍ کې د داعش د  جلب او جذب پروسه کمزورې شي، خو امنيتي ځواکونو ته په کار ده چې د داعش پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي او د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل هم پژواک ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې د جلب او جذب مسوول نيولى دى.

ده زياته کړه: (( که چېرته حکومت په ازره کې د داعش د فعاليت مخه ونه ونيسي نو څه موده وروسته به داعش يو شمېر سيمې هم په خپل واک کې کړي.))

ازره د مرکز پل علم ختيځ ته په سل کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement