د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګان کې اته وسله وال طالبان وژل شوي

اروزګان کې اته وسله وال طالبان وژل شوي

Apr 21, 2017 - 14:39

 ترينکوټ (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۹۶): د اروزګان امنيتى چارواکي وايي چې ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې له وسله والو طالبانو سره د نښتې پرمهال اته  وسله وال  وژل شوي دي .
ددې ولايت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د غویي په لومړۍ نېټه پژواک خبرى آژانس ته وويل  چې تېره ورځ  طالبانو ددغه ولایت په سولي نومي سیمې کې د پولیسو پر امنیتې پوستو برید وکړ.

نوموړي زياته کړه چې وسله وال له سختې ماتې سره مخ شول او د یو قوماندان په ګډون اته  وسله وال  وژل شوي دي.
 د امنیه قوماندان په وينا، د درې  وژل شویو طالبانو جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې دي .
له بلې خوا  دا امنيتي چارواکى ددغه ولایت په کوټوالو سیمه کې د پوځي عملیاتو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې دغه عملیات د طالبانو د ځپلو او له کوټوالو سیمې څخه د هغوى د ایستلو لپاره پيل شوي او دا مهال په بریالیتوب سره  روان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement