د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروزګان يوشمېر اوسېدونکي: د امريکا شتون د افغانستان په ګټه نه دى

د اروزګان يوشمېر اوسېدونکي: د امريکا شتون د افغانستان په ګټه نه دى

Apr 21, 2017 - 16:47

ترينکوټ (پژواک ، د غويي لومړۍ نېټه ٩٦): د اروزګان کې يوشمېر  اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ په افغانستان کې د امريکا شتون د هېواد په ګټه  ونه باله او په دې اړه يې د پخواني  ولسمشر کرزي د وروستۍ وينا او دريځ ملاتړ وکړ .

کله چې څه باندې يوه اوونۍ مخکې امريکا د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش په پټنځايونو د بمونو د مور په نامه تر ټولو غټ غير اتومي بم وغورځاوه ، پخواني ولسمشر حامدکرزي په خپل توندغبرګون کې د نور و څرګندونو ترڅنګ  ددغه بم کارول  د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت خلاف بللي و .

دغو لسګونو قومي مشرانو اومخورو د غويي په لومړۍ نېټه  په ترينکوټ کې د  غونډې  پرمهال وويل چې  په افغانستان کې د امریکا شتون د دې هېواد په ګټه نه دی او باید د حامد کرزي د دریځ په ملاتړ سره امریکا له افغانستانه خپل لاسونه لنډ کړي.

يادو مخور د هېواد پر یو شمېر ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان  هم سختې نیوکې وکړې او ويې ويل چې پاکستان  په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي.

 د غونډې ګډون والو وويل  چې امریکا له افغانستان سره په لاسلیک شوي امنیتي تړون عمل نه دی کړی، د هېواد پر قلمرو د بهرنیو هېوادونو د لاسوهني مخنیوی او په هېواد کې د تروریزم د روانۍ لړۍ خاتمه که څه هم د امریکا له توانه لرې خبره نه ده،  خو د دوی په وینا امریکا دلته خپلې ګټې لټوي،  ځکه یې نو دلته د جګړې په ختمولو کې ځان کوڼ اچولی.

 د دوی په وینا ، د اوسنۍ جګړې د کابو کولو او د افغانانو لپاره د امن ژوندانه زمینې د برابرولو په موخه یوازینۍ لار داده چې هر ډول تعصب او نفاق له منځه لاړ شي او په یوه غږ  د دغو ستونزو د له منځه وړلو په موخه کار وشي  او د پردیو لاسونه له دې هېواده لنډ شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement