د مخابراتو وزارت : مخابراتي شرکتونه دې د فعالو سيمکارتونو له پلور څخه ډډه وکړي
د مخابراتو وزارت : مخابراتي شرکتونه دې د فعالو سيمکارتونو له پلور څخه ډډه وکړي
کابل(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٦): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مخابراتي شرکتونو څخه وغوښتل چې د فعالو مخابراتي سيمکارتونو له پلور څخه دې ډډه وکړي او له دې وروسته دې غير فعال سيمکارتونه وپلوري.
دغه څرګندونې د مخابراتو وزارت سرپرست احمدشاه سادات په کابل کې نن په هغه خبري غونډه کې وکړې چې له چين سره د فايبري نوري شبکې د يوه تړون په اړه يې خبريالانو ته معلومات ورکول.
ده وويل چې نا راجستر شويو سيمکارتونو امنيتي ارګانونو او خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي .
نوموړي زياته کړه چې د سيمکارتونو د راجستر طرحه نهايي شوې چې له دې وروسته به ټول مخابراتي شرکتونه غير فعال سيمکارتونه وړاندې کوي .
د نوموړي په خبره، اوس مهال يوازې د سلام مخابراتي شرکت سيمکارتونه په غير فعاله توګه پلورل کيږي .
روشن، افغان بیسیم، ام ټي ان، اتصالات، وصل تیلیکام او سلام هغه مخابراتي شرکتونه دي چې په افغانستان فعاليت لري .
سادت وويل چې مخابراتو وزارت بازار ته د لاس رسي پاليسي جوړه کړې چې مخابراتي شرکتونه له فايبر نوري شبکې څخه په ارزانه بيه او لوړ کيفيت استفاده وکړي .
دده په ونيا ، تر راتلوونکو دوو کلونو به د انټرنټ په بيه کې د پام وړ کموالى راشي .
سادت زياکړه چې له چين څخه افغانستان ته د فايبر نوري د شبکې د انتقال سروې او ډيزاين به په روان کال کې بشپړه او په ٢٠١٨کال کې به يې عملي کار پيل شي.
ورته راپورونه:
Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.
نظر ورکړئ