د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: د يوه قوماندان په ګډون څلور طالبان د خپل ماين چاودنه کې ووژل شول

چارواکي: د يوه قوماندان په ګډون څلور طالبان د خپل ماين چاودنه کې ووژل شول

Apr 21, 2017 - 15:03

 مهترلام (پژواک،د غويي لومړۍ نېټه ٩٦) : په لغمان کې د ماين د چاودنې له امله ديوه طالب قوماندان په ګډون  څلور وسله وال وژل شوي او  دوه یې سخت ټپيان دي.

 د لغمان ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې وسله والو مخالفینو تېره شپه اته بجې د الینګار  سیند ختیځې څنډې ته د مرکز اړوند د حکیم اباد په سیمه کې يو ماين ځاپرځاى کاوه چې پرې چاودېدلى .

سرچينه وايي، په دې چاودنه مشهور طالب قوماندان اعجازالحق چې په عمري مشهور له درې نورو وسله والو سره وژل شوى .

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغو څلور طالبانو دغه ماين د خلکو د تګ راتګ په لاره کې خښاوه چې په دوى خپله چاودېدلى او د قوماندان اعجازالحق، مناف، عمران او ندیم په نومونو وسله وال طالبان په کې وژل شوي  او دوه تنه يې سخت ټپيان دي .

د خبرپانى په حواله ،عمري د هغه وسله والو طالبانو  له ډلې څخه و چې د ماینونو په جوړولو او ځای پر ځای کولو کې يې مهارت درلود .

بل لور ته نن سهار اووه بجې د مرکز اړوند د عمرزیو د قصابانو په سیمه کې د مخالفینو له لوري سړک د غاړې د یو ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د زریالي په نوم یو ملکي وګړی ټپي شوى  دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement