د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په خوست ولايت کې ځانمرګى بريد شوى

په خوست ولايت کې ځانمرګى بريد شوى

Apr 24, 2017 - 13:40

خوست ښار  (پژواک، ٤ غويى ٩٦) : په خوست ولايت کې پر ځانګړو افغان ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.

د خوست د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې د غويي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې  نن تر غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه له  زاړه هوايي ډګر سره قوي چاودنه وشوه.

سرچينې زياته کړې، کېداى شي دا ځانمرګى بريد وي چې په سيمه کې يې د کمپاين په نامه د ځانګړو افغان ځواکونو يوه پوسته په نښه کړې ده .

ددې چاودنې غږ په ټول خوست ښار او شاوخوا سيمو کې اورېدل شوى او د نږدې کورونو ښيښې يې ماتې کړې دي.

د چاودنې له ساحې څخه لوګي پورته کېږي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement