د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بدخشان لرغونې سيمې او تاريخي ابدې د له منځه تلو په حال کې دي

د بدخشان لرغونې سيمې او تاريخي ابدې د له منځه تلو په حال کې دي

Apr 30, 2017 - 16:29

فيض اباد (پژواک،١٠ غويى ٩٦): بدخشان کې سيمه ييز مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې ډېرې لرغونې سيمې او تاريخې ابدې د زورواکو له خوا غصب شوې او د له منځه تلو په حال کې دي.

د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ رييس نقيب الله ثاقب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ولايت پنځه زره کلن تاريخ لري؛ خو ټول هېواد په ځانګړې توګه بدخشان کې د درېیو لسيزو جګړو او ناخوالو په ترڅ کې د دغه ولايت زيات تاريخي ارزښتونه زيانمن شوي دي او ان په لرغونو سيمو کې د تاريخي ابدو د ورکېدو او له منځه تلو سبب شوي دي.

هغه د بېلګې په توګه د خمچان دښته چې د فيض اباد ښار لوېديځ ته يو کيلومتر لرې پرته ده وويل: "پر دې دښته د تاريخ په اوږدو کې د چنګيز خان واکمنۍ پر مهال بريد او يرغل وشو او وروسته بيا دا کلا بېرته ورغول شوه، خو په دې وروستيو کې د ځمکې مافيا او سيمه ييزو زورواکو له لوري دا تاريخي کلا له منځه ولاړه او دا مهال په کې کرنيزې ځمکې او د هستوګنې کورونه جوړ شوي دي."

نوموړي زياته کړه که د بدخشان سيمه ييز او مرکزي حکومت له دې ستر تاريخي ارزښت څخه جدي ساتنه ونه کړي، د وخت په تېرېدو به بدخشان ولايت کې تاريخي ابدې او لرغونې سيمې له منځه ولاړې شي.

ثاقب يار وويل: "خمچان دښته څه باندې ١٥٠٠زره جريبه ځمکه وه چې څه د پاسه ٣٠٠ جريبه ځمکه يې د ځمکې مافيا او زورواکو له لوري غصب شوې ده."

همداراز د بدخشان ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې د فيض اباد ښار کوکچې سيند پر غاړه له خښتو جوړ شوى پول څه باندې ٣٠٠ کاله تاريخي لرغونتوب لري، هغه هم د کوکچې سيند اوبو د ياغي څپو ياغي کېدوله ګواښ سره مخ دی او يوه برخه يې ويجاړه شوې هم ده.

خو نوموړي زياته کړه چې د دغه پول رغول د اغاخان کلتوري دفتر بيارغونې په پلان کې دي چې له مرستندوی بنسټ څخه د بوديجې ترلاسه کولو په صورت کې به ورغول شي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وويل چې په دغه ولايت کې ثبت شوې لرغونې او تاريخې سيمې ٢٢ ته رسېږي، خو د بدخشان ځينو ولسواليو کې لا هم ځينې ابدې او لرغوني اثار او تاريخي ښارونه شتون لري چې د بوديجې کمښت له امله يې د سروې او ثبت چاره پر خپل ځاى پاتې ده.

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له مرستندويه بنسټونو په ځانګړې توګه د اغاخان له کلتوري بنسټ او له مرکزي دولت څخه وغوښتل چې د بدخشان فرهنګي ميراثونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي څو يې د له منځه تلو مخنيوى وشي.

په ورته وخت کې د بدخشان د اطلاعاتو رياست د فرهنګ امر سيد حسين نهيب پژواک ته وويل چې د بدخشان په بېلابېلو سيموکې اوه يا اته تاريخي ابدې د له منځه تلو په حال کې دي.

هغه زياته کړه: "په تېرو درې لسيزو کې د بدخشان مختلفو سيمو کې د ځينو کسانو له لوري تاريخې ابدې او لرغوني اثار کېندل شوي دي او له خاورو څخه اثار راسپړل او قاچاق شوي دي چې موږ د خپلسرو کيندنو په اړه د ولايت امنيې قوماندانۍ او د ولسواليو امنيې قوماندانيو ته د مکتوبونو استولو له لارې خبر ورکړى څو د کيندنو مخنيوى وکړي."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement