د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د داعش او طالب تر منځ جګړه کې د دواړو ډلو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د داعش او طالب تر منځ جګړه کې د دواړو ډلو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 01, 2017 - 11:40

جلال اباد (پژواک، ۱۱ غويی ٩۶): د ننګرهار چارواکو يو ځل بيا په دغه ولايت کې د لسګونو داعش وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل چې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ له پرون سهار راهيسې جګړه روانه ده.

دی وايي چې په ياده نښته کې ۲۱ طالبان او ۷ داعشیان وژل شوي او له دواړو مخالفو ډلو نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وينا، د یادو دواړو مخالفو ډلو د نښتو له امله یوه نهه کلنه نجلۍ هم وژل شوې او پنځه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي .

د والي وياند زياته کړه، داعش او وسله والو طالبانو دغه راز د ملکي وګړو ۷ کورونه هم سوځولي او جګړه لا هم تر اوسه روانه ده.

د يو بل خبر له مخې، په چپرهار ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د يو بې پيلوټه بريد له امله لسو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، ياد بريد د دې ولسوالۍ په ماڼو سيمه کې تېره ورځ شاوخوا دوه بجې شوی او په کې اته داعشيان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي .

هغه وويل، دغه راز په دغه بريد کې د داعشيانو يو ډاډسن ډوله موټر هم له منځه وړل شوی.

بلخوا داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement