د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لوګر کې د سړک جوړونې خصوصي شرکت څلور موټر سوځول شوي

لوګر کې د سړک جوړونې خصوصي شرکت څلور موټر سوځول شوي

May 02, 2017 - 15:05

پل علم (پژواک، ١٢ غويی ٩٦): په لوګرکې چارواکې وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د يوې خصوصي کمپنۍ څلور موټر سوځولي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د محمد اغې ولسوال محمد رحيم امين د غويي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د احمدزيو په کلي کې د اريوب ځاځي سړک جوړونې شرکت څلور موټر سوځولي دي.

هغه زياته کړه: ((هم يې ورته موټر سوځولي او هم يې  د شرکت کارکوونکي پر مرګ ګواښلي چې نور به کار نه کوي.))

هغه وايي چې دغه شرکت له پل کندهاريو څخه تر دهنو سيمې پورې د سړک پخولو چارې پر غاړه لري.

امين زياته کړه: ((دغه سړک لسګونه کلي د کابل- لوګر له لويې لارې سره نښلوي خو اوس يې طالبان پر وړاندې خنډونه جوړوي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه سړک ٧،٨ کيلومتره اوږدوالى لري چې چارې يې د خلکو په غوښتنه پيل شوې دي.

ولسوال وايي چې د قومي مشرانو په منځګړتوب يې هڅې روانې کړي څو دغه شرکت بېرته خپلې چارې پيل کړي.

د احمدزيو د کلي اوسېدونکي بشيراحمد پژواک ته وويل: ((ماښام ناوخته طالبان راغلل او زموږ په کلي کې د سړک جوړونې کمپنۍ په څلورو موټرو يې تېل واچول او بيا يې ورته اور ورکړ.))

هغه وايي چې په دې موټرو کې ډمپر او د اوبو ټانګر شامل و.

د اريوب ځاځي شرکت مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د ياد شرکت موټر نه دي سوځولي؛ ځکه طالبان د ټولګټو پرژو پر وړاندې ستونزې نه جوړوي.

د هغه په وينا، هر شرکت چې د رغوني چارې ترسره کوي، بايد د طالبانو د تدارکاتو له کمېسيون څخه جواز ترلاسه کړي.

خو ده ونه ويل چې ياد شرکت له طالبانو څخه د کار کولو جواز ترلاسه کړى او کنه؟

د ياد سړک د رغونې چارې شاوخوا لس ورځې وړاندې پيل شوې او ټاکل شوې ده چې د يو کال په موده کې يې چارې بشپړې شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement