د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکمتيار: طالبان دې د سولې لپاره د ملت غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي

حکمتيار: طالبان دې د سولې لپاره د ملت غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي

May 05, 2017 - 14:29

کابل (پژواک، ١٥ غويى ٩٦) د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې لپاره د ملت غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، څو افغانان له دې وروسته خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې دغويي په ١٥مه، په هغې سترې غونډې  کې وکړې چې د کابل ښار په غازي لوبغالي کې جوړه شوې وه، په دې غونډه کې  له کابل ښار او نږدې ولايتونو څخه لسګونو زرو کسانو برخه اخيستې وه.

هغه خپله وينا کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو د جهاد، مبارزې او سرښندنو يادونه وکړه او ويې ويل : (( که زه چېرې د کوم شهيد پر قبر ګلونه ږدم،نو ددې کار لپاره د کابل د څرخي پله  پوليګون ته ځم.))

حکمتيار زياته کړه، د کابل د څرخي پله، بګرام، ګوانتانامو او ځينې نور شخصي زندانونه د حزب اسلامي له  مجاهدينو او ځوانانو څخه ډک وو او اوس هم په ځينو کې شته.

خو هغه وويل، دوى هېڅ کله زور او اشغالګرو ته  سرټيټ نه کړ او له تېرو څو لسيزو راهيسې يې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړې ده.

د حزب اسلامي مشر يو ځل بيا ټولو ته د ورورۍ لاس وړاندې کړ او ويې ويل، څوک چې د سولې غوښتونکي دي، نو وروڼه  او همسنګره يې دي.

ده زياته کړه : (( د سولې د سپيڅلې موخې لپاره له هر چا سره يو ځاى کار کولو ته چمتو يو.))

د هغه په وينا، هر څوک چې د جګړې پاى ته رسول غواړي، دافغانستان خپلواکي غواړي، هغوى يې وروڼه دي .

حکمتيار وويل، چا چې په تېرو جګړو کې د حزب اسلامي غړي وژلي دي، دوى ورته تېريږي ، بښي يې او ماضي له ياده باسي.

د هغه په وينا، دا حقيقت بايد درک کړو چې هره ډله ښه او بد کسان لري، دافغانستان جګړه له بهر څخه رهبري کېږي، خو قرباني يې افغانان دي.

نوموړي زياته کړه : (( د جمعيت اسلامي وروڼو ته د ورورۍ لاس ورکوو، دغه راز طالبانو ته هم د وروڼو خطاب کوو. ))

د حزب اسلامي مشر وويل، د ملي يووالي ضد شعارونه او ملي ارزښتونو ته درناوى نه درلودل، په هېواد کې د روانې جګړې باعث شول.

هغه يو ځل بيا وويل چې د کودتاه او زور له لارې د پرديو په مرسته واک ته له رسېدلو سره مخالف دي، د ټاکنو له لارې بايد ولس  خپل مشر وټاکي.

ګلبدين حکمتيار يو ځل بيا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره د ملت غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، افغانان له دې وروسته خپلې ستونزې په خپله هواروي.

ده زياته کړه : (( هېڅوک لورى د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره توجيه نه لري، طالبانو ته وايم، راځئ  په ګډه دا جنګ پاى ته ورسوو په ګډه يو اسلامي حکومت جوړ کړو.))

د نوموړي په وينا، د سولې تقاضا ده چې بايد له مفسدينو څخه برائت اعلان شي، د ګډو دښمنانو دسيسې شنډې شي  او يو بل ته د ورورۍ لاس ورکړل شي.

د حزب اسلامي مشر  له هغو سياسي ګوندونو، جهادي مشرانو، علماوو، ځوانانو، د رسنيو مديرانو، ليکوالانو او افغانانو مننه وکړه چې د سولې ملاتړ يې کړى دى.

دغه راز حکمتيار له هغو هېوادونو او نړيوالو ټولنو هم مننه وکړه چې د سولې ملاتړ يې کړى دى. 
ده زياته کړه، نن تر ټولو لويه او مهمه مسئله د جنګ ختمول او تلپاتې سوله تامينول دي. 
هغه وايي : (( زه ټولو لوريو ته اطمينان ورکوم چې د سولې لپاره هر چا سره صادقانه دريږم، سوله غواړو، امن غواړو، څوک چې ددې لپاره کار کوي، ترڅنګ يې ولاړ يم. ))

حکمتيار زياتوي، نن د مبارزې تر اوږده پړاو وروسته د سولې نوى پړاو شو دعا کوي چې په دې پړاو کې هم بريالي او مخکښ شي.

هغه وويل، له دولت سره د سولې د خبرو اترو له پيل څخه تر اوسه، د حزب اسلامي ګڼ شمېر مهم شخصيتونه ترور شول يا يې د ترور هڅه وشوه، د ځينو پړه طالبانو ومنله او په ډير غرور سره يې ددغو غلچکيو او نامردانه ترورونو مسووليت قبول کړ.

خو د حزب مشر وايي، په کابل، شمال او شمالي ولايتونو کې د ځينو نورو ترورونو مسووليت چا قبول نه کړ. 

د هغه په وينا، د حزب اسلامي د غړو ترورول د سولې د هڅو د شنډولو په موخه ترسره شوي دي.

حکمتيار د ښځوپه اړه وويل، چې دوى د ښځو له ټولو انساني او شرعي حقوقو څخه دفاع کوي.

هغه زياته کړه، چې اسلام ښځو ته ډير حقوق او امتيازات ورکړي دي او نارينه يې د مېرمنو خادامان ګرځولي دي.

د يادونې وړده، چې له دولت سره د سولې تر تړون وروسته د حزب اسلامي مشر حکمتيار د غويي په ٩مه، په لغمان ولايت کې راښکاره شو او بيا څو ورځې په ننګرهار کې تېرولو وروسته پرون کابل ته راغى او په ارګ کې يې يوې غونډې ته وينا وکړه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement