د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په اچين کې هوايي بريد د د اعش ٨ وسله وال وژلي

په اچين کې هوايي بريد د د اعش ٨ وسله وال وژلي

May 05, 2017 - 08:54

جلال اباد (پژواک، ١٥ غويى ٩٦): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريد پرمهال د يو قوماندان په ګډون  اته داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل، چې د اچين ولسوالۍ په سور کمر او مامندرې سيمو کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې بريد کړی دی.
هغه زياته کړه چې د ياد بريد له امله د داعش وسله والې ډلې ۸ جنګيالي وژل شوي، چې يو يې هم د دغو کسانو قوماندان دی.
خوږياڼي دا هم وويل ، په بريد کې د وژل شويو وسله والو څو ميله وسلې او نور تجهيزات هم له منځه تللي دي.
د والي وياند ډاډ ورکړ چې په دغه بريد کې ملکي وګړو او امنيتي منسوبينو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement