د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت په افغانستان کې دداعش د مشر وژل کیدل تایید کړل

حکومت په افغانستان کې دداعش د مشر وژل کیدل تایید کړل

May 07, 2017 - 23:47

کابل (پژواک، ۱۷ غویي ۹۶) : د افغانستان حکومت دداعش خراسان ډلې د مشر  عبدالحسیب وژل کیدل تایید کړی دی.

له ارګ څخه د غویي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې داعش ډلې له کوم توپیر پرته دافغانانو پر وژلو لاس پورې کړی، چې له امله یې افغان ملي ځواکونو هم ددې ډلې پر ضد خپل عملیات تیزاو په دې وروستیو کې یې ددې ډلې ګڼ شمیر مهم مشران له منځه وړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې مشر له یو شمیر نورو مهمو مشرانو سره د روان لمریز کال د غویي په اومه،  په ننګرهار ولایت کې دافغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې،. چې حکومت له بشبړو ارزونو او معلوماتو وروسته، چې د هغه وژل کیدل یې کره کړل، نو په اړه یې معلومات له ولس سره شریک کړل.

ارګ ویلي، چې عبدالحسیب د کابل پر سردار داوود خان روغتون برید کې هم لاس درلود ، چې له امله یې ګڼ شمیر بې ګناه هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

بلخوا د ننګرهار ولایت چارواکي هم د داعش د مشر وژل تاییدوی.  د ولایت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر سردار محمد داود خان روغتون د برید امر ورکوونکی داعش قوماندان په ننګرهار کې وژل شوی دی .

سرچینې زیاته کړې، د داعش ډلې د قوماندانانو څخه یو مهم قوماندان عبدالحسیب نومیده،چې څه موده وړاندې په سردار محمد دواد خان روغتون د برید کولو امر هم کړی وو،چې نوموړی د غويي میاشتې په اومه نیټه د کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی .

په خبرپاڼه کې راغلي،  ننګرهار په کوټ او اچین ولسوالیو کې د داعش ځپلو په موخه د حمزه په نوم هوایي او ځمکني او په هسکه مینه او نازیانو ولسوالیو کې یواځې هوایي عملیات له تېرې یوې میاشتې راهیسې پیل شوي،چې تر دا مهاله شاوخوا ۷ سوو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې . په وژل شوو داعشیانو کې د داعش ډلې مهم قوماندانان چې اکثریت یې بهرنیان دي،هم شامل دي

د یادونې وړ ده، چې د داعش پخوانی مشر حافظ سعید خان تیر کال د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی و، چې تر هغې وروسته عبدالحسیب ددغې ډلې مشر ټاکل شوی و.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement