د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بدخشان کې د تندر لوېدو پېښه کې يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي

په بدخشان کې د تندر لوېدو پېښه کې يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي

May 07, 2017 - 12:14

فيض اباد (پژواک، ١٧غويى ٩٦): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله يو کس مړ شوى او درې نور ژوبل شوي دي.

د بدخشان ولايت له پېښو سره د مبارزې مشر سيد عبدالله همايون دهقان وويل چې د کوهستان ولسوالۍ په زينوي کلي کې د سختو سېلابونو راوتو، تندر او برېښنا له امله يو کور د تندر لوېدو په سبب په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د کورنۍ يو غړى له منځه تللى او درې نور سخت ژوبل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د شهدا ولسوالۍ په څو کلو کې سېلابونو راوتلي چې په پايله کې يې د خلکو د استوګنې کورونه يو څه ويجاړش وي، خو تر اوسه يې د انساني او مالي مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

هغه څرګنده کړه چې د وضعيت د څېړنې په موخه يې ولسوالۍ ته پلاوى استولى چې له څېړنې وروسته په له زيانمنو سره مرسته وشي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement