د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په چپرهار کې د داعش فعاليتونو د ننګرهار ولايتي شورا اندېښمنه کړې

په چپرهار کې د داعش فعاليتونو د ننګرهار ولايتي شورا اندېښمنه کړې

May 07, 2017 - 17:09

جلال اباد (پژواک، ۱۷ غويی ٩۶): د ننګرهار ولایتي شورا یو شمېر غړي په چپرهار ولسوالۍ کې د نا امنیو شدت اندېښمن کړي او وايي، د حکومت بې د غورۍ له امله هلته د داعش حضور پراخ شوی دی.

بلخوا د ننګرهار ولايتي چارواکي په دې برخه کې د خلکو اندېښنې بې ځايه ګڼي او وايي، د چپرهار جګړه هومره لويه نه ده، څومره يې چې اوازې دي. دغه جګړه داعش وسله والو په اچين کې تر ماتې خوړلو وروسته د خپلې ډلې د موجوديت د دوام په خاطر پلان کړې ده.

په چپرهار ولسوالۍ کې له تېرې اوونۍ راهیسې د داعش او طالب وسله والو خپلمنځۍ نښتې وشوې چې له کبله یې سلګونه کورنۍ بېځایه شوې او ګڼو نورو ته د سر او مال زیانونه واوښتل.

چپرهار د جلال اباد ښار شاوخوا پنځلس کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې په دې وروستيو کې د داعش وسله والو زياتوالي په کې د ولسي وګړو او د ولایتي شورا اندېښنې ډېرې کړې دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت د وسله والو مخالفینو تر منځ د جګړو پر مهال يوازې ننداره کړې او د همدې بې غورۍ له کبله خلک زیانمن شوي دي.

هغه زياته کړه: ((ولسونه اندېښمن دي چې پر داعش د بمونو مور تر استعمال وروسته، هغوى څنګه چپرهار ته را ورسېدل، چپرهار له جلال اباد ښار سره پنځلس یا شل کیلومتره فاصله لري؛ که داعش چپرهار کې مېشت شو، جلال اباد ښار لپاره به یو ستر ګواښ شي.))

د ولايتي شورا بل غړی اصحاب ولي مسلم بيا نیوکه کوي چې حکومت د وسله والو خپلمنځيو جګړو له فرصته د هغوی د ځپلو لپاره استفاده نه ده کړې.

نوموړي وویل، د چپرهار خلک د یو شمېر چارواکو د شخصي ګټو قربانیان دي؛ ځکه نا امني ورځ تر بلې په کې ډېرېږي.

دى زياتوي: ((صرف سړک او د سړک شاوخوا سیمې حکومت سره دي او نور چپرهار شپېته فیصده داعش او نور د طالب په لاس کې ده؛ که چېرته حکومت د دولت وسله وال مخالفین له منځه وړي، نو دا یو ښه فرصت دی؛ خو زما په نظر دوی د خپلو شخصي ګټو په خاطر دې مسایلو ته د ګواښ په سترګه نه ګوري.))

وکیلان په چپرهار کې د داعش د حضور پراختیا د کمزوري مدیریت نښه بولي او وايي، په دې ولسوالۍ کې د نا امنیو زیاتوالی جلال اباد ته هم ګواښ رامنځته کولای شي.

د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد پژواک ته وويل، حکومتي چارواکي يوازې د خپلو ګټو په فکر کې دي او د ولس هېڅ غم ورسره نشته.

هغه زياتوي: ((فرمایشي حکومت دی، داسې حکومت دی چې د ګوتو په شمېر کورنیو نه چرخېږي، ولس په کې ځان نه ګوري؛ نو طبیعي خبره ده چې نا امني ورځ تر بلې زیاتېږي، موږ معلومات دا دي چې داعش پرمختګ کړی او د داعش او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.))

ځايي خلک وايي، په چپرهار کې د داعش او طالب د جګړو په دوام لسګونه کورنۍ د خپل سرساتنې لپاره راکډه شوې دي.

دوى زياتوي، داعش او طالب وسله وال د خلکو له کورونو د مورچو په توګه استفاده کوي چې له کبله یې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.

د سيمې يوه قومي مشر د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل: ((دواړه جانبه د خلکو له کورونو څخه د سنګر په توګه استفاده کوي، خلک له کورونو څخه را بهر کوي او دوی دننه کېږي، غوایان یې حلالوي، پیسې او مال یې خوري، حکومت په دې برخه کې هېڅ اقدامات نه دي کړي، یوازې هغه بله ورځ یې بمبار کړی دی.))

د ننګرهار ځايي چارواکي بیا د اچین ولسوالۍ وروستیو عملیاتو ته په اشارې سره وايي، حکومت د داعش ځپلو لپاره جدي او قوي اراده لري.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، دا چې داعش وسله والو ته په اچین ولسوالۍ کې درانه تلفات واوښتل، اوس یې کوچنيو ډلو په چپرهار کې خوځښتونه پیل کړي دي.

والي زياته کړه: ((تاسو وکتل چې اچین ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو داعش ته درانه تلفات واړول او مرکزونه یې له منځه یووړل شول، اوس د داعش وړې ډلې په چپرهار کې خپل سر پورته کړی او غواړي په دې توګه خپل حضور وښيي.))

په چپرهار کې د داعش او طالب وسله والو جګړو له کبله ګڼې کورنۍ داسې وخت بېځایه شوې او ځمکو حاصلات یې هم نه دي ټول کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement