د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لوګر او پکتیا کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوګر او پکتیا کې وسله والو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 09, 2017 - 16:56

پل علم- ګردېز (پژواک، ١٩ غويی ٩٦): حکومتي چارواکي وايي، په لوګر او پکتيا ولايتونو کې طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د والي سليم صالح د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د بره کي برک ولسوالۍ په بره کي راجان او چلوزيو سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د قاري حشمت، قاري بشیر، قاري نقیب، ملا سید اغا او قاري یارمحمد په نومونو طالبان وژل شوي دي.

د چلوزيو سيمې اوسېدونکي دين محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه يې په کلي کې درنه جګړه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرم خو د ډزو غږ ډېر زيات وو او خلک يې ډار کړي وو.))

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

بره کي برک د مرکز پل علم سوېل ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالی ده چې ډېرې سيمې یې له طالبانو سره دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکـتيا د مرکـز ګـردېز اړوند په ابراهيم خېلو سيمه کې د پوليسو او طالبانو تر منځ جګړه شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکـتيا امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې نن غرمه مهال په ابراهيم خېلو سيمه کې طالبانو د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي خو ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عبدالرحيمزي د طالبانو د مرګ ژوبلې شمېره په ډاګه نه کړه.

وسله وال طالبان هم دغه نښته تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې نن غرمه طالبانو د ابراهيم خېلو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پوسته د طالبانو له خوا نيول شوې او په کې شته ټول پوليس وژل شوي دي.

دى وايي چې د دې پوستې وسلې او مهمات هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement