د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کونړکې د داعش د جلب او جذب مسوول نیول شوی

په کونړکې د داعش د جلب او جذب مسوول نیول شوی

May 09, 2017 - 18:37

اسعداباد /جلال اباد(پژواک، ۱۹ غويی ۹۶): په کونړ کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول له يو بل تن سره نيول شوى، بلخوا په ننګرهار کې د چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي .

دکونړ ولایت امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وايي، تېره ورځ د کونړ ملي پولیسو د داعش ډلې دوه تنه غړي نیولي چې د عطاءالله په نامه يوتن يې  د جلب او جذب مسوول دی.

 قوماندان زیاتوي ،د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول عطاء الله د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د هغه په وينا، دويم نيول شوى د داعش غړى عبدالله نوميږي چې د کونړ دچپې درې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او تراوسه يې په لسګونو تنکي ځوانان د کونړ په بېلا بېلو ولسوالیوکې يادې ډلې ته جذب کړي.

د نوموړي په خبره، دغو کسانو جذب کړي ځوانان د داعش ډلې د قوي کېدو په موخه د ننګرهار اچین او پچیراګام ولسوالیو ته لېږل.

 بلخوا په دغه ولایت کې د ملي پولیسو په هلو ځلو پنځه وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای شول.

 امنيه قوماندان همت وايي، دغې پنځه کسیزې وسله والې ډلې  د ناړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې فعالیت کاوه.

هغه زیاته کړه چې ډیر ژربه د وسله والو مخالفینو یوه لویه ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

ديو بل خبر له مخې،د ننګرهار  په بهسودوکې د چاودنې له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

 د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند سراچې سيمه کې نن شاوخوا درې بجې په يوې ريکشا کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله چاودونه شوې .

هغه وويل، د چاودنې له امله درې ملکي وګړي برسيرن ټپيان شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست يوه نوکريوال ډاکټر پژواک اژانس ته وويل، د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دی او تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي.

تر اوسه د دغې چاودنې مسوليت چا نه دى منلى .

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement