د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په افغانستان کې د داعش د وژل شوي مشر د ژوند په اړه معلومات

په افغانستان کې د داعش د وژل شوي مشر د ژوند په اړه معلومات

May 10, 2017 - 17:03

پل علم (پژواک، ٢٠ غويی ٩٦): په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې له مشر عبدالحسيب سره د هغه ښځه او ورور هم وژل شوي او مور يې ټپي ده.

په افغانستان کې د داعش ډلې مشر له یو شمېر نورو مهمو مشرانو سره د روان لمریز کال د غویي په اومه په ننګرهار ولایت کې د افغان او امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دى.

د لوګر د ولايتي شورا غړى عبدالولي وکيل، د داعش د خراسان ډلې د مشر عبدالحسيب د تره د زامنو له ډلې څخه دى.

نوموړى د داعش د خراسان ډلې مشر عبدالحسيب د ژوند په اړه ځيني معلومات له پژواک خبري اژانس سره شريک کړي دي.

هغه وايي چې له عبدالحسيب سره يې ورور عبدالحکيم او ښځه يې وژل شوي او مور يې ټپي ده.

د وکيل په وينا، د داعش د خراسان ډلې مشر عبدالحسيب سلفي و، يوه افغانه او بله چيچيني مېرمن يې درلودې چې افغانه مېرمنه يې ورسره وژل شوې ده.

ده وويل، د عبدالحسيب اصلي نوم حيات و، لوړه ونه يې درلوده، لوړ استعداد يې درلود چې په کلي کور کې د شيخ په نوم مشهور و.

د لوګر د ولايتي شورا وکيل وايي چې نوموړي ٣٨ کاله عمر درلود، د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو د سيمې اوسېدونکى او په قوم احمدزى و.

د هغه د معلوماتو له مخې، عبدالحسيب د عبدالله يمن، عبدالله عزام او عبدالاحمد په نومونو درې زامن او څلور لوڼې لري.

نوموړي وويل، عبدالحسيب د پښتو او دري تر څنګ په انګليسي، عربي، اردو، چينايي او ازبکي ژبو روانې خبرې کولاى شوې.

دى وايي چې عبدالحسيب د هندوستان هېواد په ديوبند او د پاکستان د لاهور په دينې مدرسو کې زده کړې وې او دغه ژبې يې هم په همدې هېوادونو کې زده کړې وې.

د هغه د معلوماتو له مخې، نوموړى د اقتصادي ستونزو له امله په ١٣٩٠ لمريز کال کې له طالبانو سره يو ځاى شو او بيا يې وروسته په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې د طالبانو په ليکو کې له افغان ځواکونو سره جګړه کوله.

عبدالولي وکيل وايي چې درې څلور کاله وړاندې يې له طالبانو سره اختلافات پيدا شول او بيا له داعش ډلې سره يو ځاى شو.

ده زياته کړه: ((پر دې نه پوهېږم چې دی څنګه په دې کم عمر بيا په افغانستان کې د داعش ډلې مشر وټاکل شو.))

د يادونې ده، تېر کال د داعش خراسان مشر د امريکايي ځواکونو د يوه بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى و چې تر هغه وروسته عبدالحسيب د داعش د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

د ازرې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې شيخ عبدالحسيب د ازرې ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې د دوى ښوونکى و.

هغه وايي چې عبدالحسيب په ښوونځي کې د انګليسي تر څنګ د الجبر او مثلثاتو استاد هم و او زده کوونکي سره يې نېک چلند درلود.

ده زياته کړه: ((کوم درس به يې شاګردانو ته ويل تر هغه يې کوښښ کاوه چې ټول زده کوونکي يې زده کړي.))

د حبيب الله د معلوماتو له مخې، نوموړى له ١٣٨٥ څخه ١٣٨٩ کال پورې له تبليغيانو سره يو ځاى شو او بېلابېلو ولايتونو کې يې تبليغ کاوه.

د يادونې ده، د يو شمېر نورو افغان چارواکو تر څنګ ولسمشر محمد اشرف غني هم د عبدالحسيب وژل کېدل تاييد کړل.

د ارګ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالحسیب د کابل پر سردار داوود خان روغتون برید کې هم لاس درلود چې له امله یې ګڼ شمېر بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

ويل کېږي چې پر عبدالحسيب د بريد پر مهال د داعش د پنځو قوماندانانو په ګډون ٣٥ غړي يې وژل شوي وو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement