د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"بهرنيو اورپکو په بدخشان کې ستر پوځي مرکز جوړ کړى"

"بهرنيو اورپکو په بدخشان کې ستر پوځي مرکز جوړ کړى"

May 14, 2017 - 16:23

کابل (پژواک، ٢٤ غويى ٩٦): د مشرانو جرګې يو غړى چې تازه يې بدخشان ولايت ته سفر کړى، وايي چې د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ خستک کلى د بهرنيو ترهګرو په خوندي مرکز بدل شوى دى.

په مشرانو جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري چې نن يې په ملي شورا کې خبرې کولې، وويل چې بهرنيو ترهګرو د جرم ولسوالۍ په خستک کلي کې اډه جوړه کړې او د دويم وزيرستان نوم يې ورکړى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه مرکز کې څه باندې زر بهرني ترهګر شته چې شتون يې نه يوازې بدخشان، بلکې د سيمې ټولو هېوادونو ته جدي خطر دى.

د مشرانو جرګې دغه غړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې د القاعدې، داعش او طالبانو ډلې په ګډه او بشپړه همغږۍ سره  په تخريبي او ترهګريزو فعاليتونو بوختې دي او طالبان د روسانو ملاتړ هم له ځان سره لري.

هغه زياته کړه: ((کافي اسناد او شواهد شته چې روسان په بدخشان کې له طالبانو ملاتړ کوي، څو له داعش سره جګړه وکړي، خو نه افغان حکومت او نه هم روسان دې ته پام کوي چې طالبان، داعش او القاعده يو له بل سره په بشپړه همغږۍ ترهګريز فعاليتونه ترسره کوي.))

نوموړي په بدخشان کې د بهرنيو جګړه مارو شتون د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل: ((يوازې د زيباک ولسوالۍ په نيولو دې بسنه نه کېږي، ډېر ژر دې يمګان او وردوج ولسوالۍ هم د وسله والو مخالفينو له شتون پاکې شي.))

هغه څرګنده کړه چې بهرني ترهګر هڅه کوي چې د اشکاشم او واخان ولسوالۍ چې د پاکستان، چين او تاجکستان سره پرانيستې پوله لري، ونيسي او وکولى شي چې د منځنۍ اسيا هېوادونه وګواښي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار هم د جرګې په نننۍ ناسته کې له حکومته وغوښتل چې د بدخشان ولايت د ولسواليو او کندوز ولايت د بېلابېلو سيمو د چاڼ لپاره چې د وسله والو مخالفينو لاس کې دي، اقدام وکړي.

د هغه په خبره، دوه کاله کېږي چې د بدخشان د ولسواليو او کندوز خلک له نا امنيو او جګړو ځورېږي، ژوند يې له له اندېښنو سره مخې ته ځي، حکومت مکلف دى چې د هېواد وګړو ته امنيت راولي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د حکومت اجرائیه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ له حکومتي چارواکو او د ملي شورا له غړو سره بدخشان ولايت ته سفر وکړ.

عبدالله وويل چې افغانستان د نړۍ له څلورو خواوو له نړيوالې ترهګرۍ سره مخ دى، نړيواله ترهګري تر ډېره په بدخشان ولايت پورې متمرکزه ده.

خو نوموړي زياته کړه چې افغان حکومت د امنيت د خوندي کولو او ترهګرۍ د ځپلو لپاره پياوړې اراده لري، د هېواد نه د دفاع په برخه کې د حکومت د هوډ او ادارې په اړه بايد هېڅ شک نه وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement