د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د پوليسو په رينجر د ماين چاودنه شوې

په کابل کې د پوليسو په رينجر د ماين چاودنه شوې

May 14, 2017 - 19:41

کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٦): د کابل پوليس وايي، چې نن له ماښام وروسته په رينجر موټر کې د ماين چاودنه شوې ده، خو مرګ ژوبله نه لري.

د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د پنځمې حوزې اړوند په کوټه سنګې سيمه کې له ماښام وروسته شوې ده.

يوه بله امنيتي سرچينه بيا وايي، دغه چاودنه په رينجر موټر کې شوې ده، خو تلفات نه لري.

د هغه په وينا، سيمې ته د پېښې د څېړنې په موخه د پوليسو ډله رسېدلې ده.

له بلې خوا د کابل امنيه قومندانۍ مسوولين وايي، يو تن پر يوه وګړي تر بريد وروسته په ډزو خپل ځان وژلى دى.

د امنيه قومندانۍ وياند بصير مجاهد، پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه، نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو د ښار په پل سرخ سيمه کې شوې ده، خو تراوسه پورې د قتل انګېزه نه ده معلومه او پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

ده زياته کړه، هغه شخص چې په دې پېښه کې ټپي شوى، روغتون ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت يې ښه ښودل شوى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement