د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د داعش دوولس وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول

ننګرهار کې د داعش دوولس وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول

May 15, 2017 - 17:09

جلال اباد (پژواک، ۲۵ غويی ٩۶): چارواکي وايي چې د ملي امنيت منسوبينو په هلو ځلو د يوه قوماندان په مشرۍ د يوه ١٢ کلن ماشوم په ګډون د داعش دوولس وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول .

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غويي په ۲۵مه د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل چې يادې ډلې د دغه ولايت  په کوټ، هسکې مېنې، نازيانو او اچين ولسواليو  کې د مفتي عبدالله اورکزي په مشرۍ د داعش وسله والو په ليکو کې د دولت ضد وسله وال  فعاليتونه ترسره کول .

هغه زياته کړه چې د سولې له بهير سره يو ځای شوو وسله والو خپلې دوولس ميله وسلې هم دولت ته  تسليم کړې.

د سولې له پروسې سره  د داعش دوولس کسيزې يو ځای شوې ډلې مشر تعويذ خان پژواک ته وويل چې د ننګرهار اچين وسله والۍ د باندر سيمې  اوسېدونکی دی  او له درېیو کلونو راهيسې د خپلې کورنۍ په ګډون له  داعش ډلې سره يو ځای شوی و چې د حقيقت په درک کولو سره يې  د داعش ليکي پرېښودې او دولت سره يو ځای شو.

نوموړی زياتوي، له دې وروسته به د خپل هېواد د بهبود لپاره کار کوي  او له نورو مخالفو وسله والو يې هم غوښتنه وکړه چې د پرديو په لمسون خپل  هېواد وران نه کړي او د سولې له پروسې سره دې يو ځای شي.

په يو ځای شوو کسانو کې يو هم ۱۲ کلن خيرګل (مستعار نوم) دی چې وايي داعش ډلې ورته لومړی تبليغ وکړ او بيا يې په خپله ډله کې شامل کړ.

هغه وويل چې د وسله وال فعاليت پر مهال يې کلاشينکوف او پيکا باندې ډزې کولی شوې او ډېرو بريدونو کې يې برخه اخيستې ده.

له زده کړې څخه دغه محروم تنکی ځوان وايي، اوس په خپلو کړنو پښېمانه دی او زياتوي چې له داعش ډلې سره په ليکو کې د ده په عمر ډېر نور کسان هم موجود دي.

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ منسوبينو نن د يو خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته هغه ځانمرګی بريدګر وښود، چې پرون مازديګر ناوخته يې پر قوماندانۍ د بريد پلان درلود؛ خو موخې ته تر رسېدو وړاندې ونيول شو.

نيول شوي تن خپل نوم احمد ښوده او ويل يې چې زده کړې يې په پاکستان کې په يوه مدرسه کې کړې دي.

هغه وويل، همالته ورته د ځانمرګي بريد روزنه ورکړل شوې او بيا جلال اباد ښار ته د يو لوی بريد د ترسره کولو لپاره راستول شوی دی.

د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل چې له نيول شوي تن څخه يې يو د ځانمرګي بريد واسکټ او ځيني نور چاودېدونکي توکي ترلاسه کړل.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement