د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پوځي: په ننګرهار کې داعش ډله له ماتې سره مخ ده

پوځي: په ننګرهار کې داعش ډله له ماتې سره مخ ده

May 16, 2017 - 17:27

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٦) : د ملي دفاع وزارت مرستيال وايي چې وسله والو ځواکونو په  ننګرهار ولايت کې داعش په ګونډو کړى او دهغوى ټول ترهګريز پلانونه يې شنډ کړي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو لخوا د غويي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي دفاع وزارت د مرستيال ډګر جنرال محمد همايون پوځي په مشرۍ يو لوړ پوړي پلاوي نن له دې قول اردو څخه ليدنه وکړه.

سرچينې زياته کړې، په دې پلاوي کې د ستر درستيز درستيزوال ډګرجنرال عبدالحميد حميد،  ،د ستر درستيز د تفتيش رييس تورنجنرال ابوالفضل، د ستردرستيز د کادر پرسونل رييس بريدجنرال غلام فاروق او ددې وزارت يو شمېر نورو چارواکو  برخه اخيستې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوي د ۲۰۱ سيلاب قول اردو په قرارګاه کې له قوماندان ډګر جنرال محمد  زمان وزيري او نورو پوځي افسرانو سره وليدل.

جنرال وزيري راغلي پلاوي ته د سيلاب قول اردو د مسووليت په ساحه کې د جګړه ييزو احضاراتو د درلودو ،د روانوعملياتو،نورو پلانونو  او په ننګرهار  کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه تفصيلي معلومات ورکړل.

د ملی دفاع وزارت مرستيال ډګر جنرال محمد همايون پوځي   د ۲۰۱ سيلاب قول اردو رهبري او ټول دفاعي ،امنيتي مسوولين او منسوبين يې توريالي او قهرمانان وبلل .

هغه د ملي اردو منسوبينو د ٢٠١ قول اردو په ټولو ساحو او په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د داعش پر ضد يې هلې ځلې وستايلې.

پوځي وويل، په ننګرهار کې داعش ډله له ماتې سره مخ ده او په ګونډو شوې ده.

دى وايي، داعش ډله اوس په ننګرهار ولايت کې ځانګړې خوندي ځاى نه لري او دتېښتې په حال کې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement