د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لغمان کې د دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

لغمان کې د دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

May 26, 2017 - 15:40

مهترلام (پژواک،۵غبرګولى۹۶):د لغمان ولایت د سلطان غازي بابا په ښار ګوټي او نانکزايي   سیمو کې د دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

 لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغو جوماتونو د جوړېدو د چارو د پيل پرمهال وويل چې دا د جوماتونو،دیني مرکزونو او مدرسو جوړولو ته د دولت د اساسي پاملرنې څرګندې بېلګې دي.

هغه زياته کړه چې د سلطان غازي بابا ښارګوټي جومات د ۴ میلیونه ۹۶۶ زره افغانیو په لګښت او د نانکزایي جومات د ۳ میلیونه او ۴۹۹ زره افغانیو په لګښت سره د ارشاد حج او اوقافو وزارت له انکشافي بوديجې څخه جوړیږي، چې دواړه جوماتونه په یو وخت کې د شاوخوا ۱۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځاېیدو وړتيا لري.

 نعيمي وويل چې په دغه ولایت کې به د بیارغونې د نورو پروژو ترڅنګ د جوماتونو،مدرسو او دیني مرکزونو جوړولو ته نوره هم اساسي پاملرنه وکړي او د حکومت په ټولو چارو کې به د تل په شان له علماوو سره سلا مشورو ته دوام ورکړي.

 د ارشاد حج اوقافو ریاست ريیس د علماوو په استازیتوب له ولایت مقام څخه مننه وکړه چې له یاد ریاست سره ځانګړي همکاري کوي

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په ښار او ولسوالیو کې د څو جوماتونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement