د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو طالبانو پر چارچينو ولسوالۍ د بريد پرمهال ١١سرتېري وژلي

وسله والو طالبانو پر چارچينو ولسوالۍ د بريد پرمهال ١١سرتېري وژلي

May 28, 2017 - 17:46

ترينکوټ (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٦): د اروزګان چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو پر چارچينو ولسوالۍ بريد کړى او لا هم جګړه روانه ده.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه، طالبانو د ولسوالۍ په مرکز ډله ييز بريدونه کړي او جګړه لا هم د مازيګر تر پنځو بجو پورې روانه ده.

ده زياته کړه، په دې جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

د هغه په وينا، طالبانو يواځې يوه پوستې نيولې او نور پرمختګ يې نه دى کړى.

خو د پوليسو يوې باوري سرچينې، پژواک اژانس ته وويل چې په دې بريدونو کې نهه د ملي اردو سرتېرې او دوه پوليس وژل شوي او يو شمېر نور امنيتي ځواکونه ټپيان دي.

د ده په په خبره، په دې نښتو کې د چارچينو لپاره د طالبانو ولسوال هم وژل شوى دى.

طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement